Pashto

Subscribing to an SBS podcast couldn't be easier. Simply click the Subscribe button and select your preferred subscription method from the menu. Podcasting help.

Latest Episodes

اسټراليا کې بهرنيو زده کوونکو ته په ساعت کې ۶ ډالر ورکړل شوي

اسټراليا کې ويتنامي خواړه هم نامتو دي او هم ډير کم قيمت لري.

ولې د اس بي اس شبکي ل..

  • Upload27 Apr 2017

  • Duration11 Minutes

  • Download5MB

AABC

افغان او اسټراليايي سوداګرو مهمه ناسته وکړه

د افغانستان او اسټراليا سوداګرۍ ټولنې د اسټراليا ملبورن ښار کې د دواړو هيوادو سوداګر راټول کړي ترڅو سوداګرۍ لاري ومومي او پانګونه وکړي.

يادې ناستې کې افغاني او اسټراليايي سوداګرو سربيره د دواړو هيوادو دولتي چارواکو هم ګډون کړی وه.

يادې ناستې په اړه مع د يادې ټولنې افغانستان کې مشر جاويد مقصودي او هم يو افغان پانګه وال حاجي عبيدالله نادرخيل سره مرکې کړي چې دواړه يوازې دلته اوريدلی شئ.

  • Uploaded27 Apr 2017

  • Duration11 Minutes

  • Download5MB

Afghan Cemetery_NICOLAS ASFOURI-AFP-Getty Images

افغان جګړه کې دواړه خواوو ته ځوانان تباه کيږي

د ځوانانو چارو مرستیال کمال سادات وايي، چې ځوانان کولای شي د خپل عمر ډېر کسان د جګړو له لیکو وګرځوي او سراسري سولې ته کار وکړي.

سادات زیاتوي ځوانانو لپاره يې د سولې پروګرام جوړ کړی چې ډيره کې پکې ځوانان دي او د هېواد په اکثره ولایتونو کې ياد پروګرام پيل شوی.

افغان حکومت بیا د دې هڅو تر څنګ د شاوخوا شپږو کلونو راهیسې د سولې عالي شورا له لارې دې هدف ته د رسېدو په خاطر هڅې پیل کړي دي.

یو شمېرافغان ځوانان وايي چې دوی د بېلابېلو لارو په خپل وخت د سولې راوستلو هڅې کړي خو په دې برخه کې لا نورې همغږي ګټورې نتیجې ورکولای شي.

د یادونې وړ ده چې په جګړه کې ښکیلې ډلې د ځوانانو څخه جوړې شوې دي.

خو هغسې چې مشرانو ته په کار ده، دوی ځوانان له جګړې نه دي ژغورلي، ځوانان د سولې لپاره په شعاري توګه کار کوي خو دولت عملاً ځوانانو ته ونډه نه ده ورکړي، دوی باید له ځوانانو څخه د سولې په شورا کې ګټه واخلي چې د ځوانانو په ژبه ښه پوهیږي.

عبدالروف ځاځی يادې موضوع په اړه رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.

 

  • Uploaded27 Apr 2017

  • Duration09 Minutes

  • Download5MB

Fardin Waezi@UNAMA

د افغانستان او سيمې مهمې پيښې

د افغانستان او سيمې مهمې پيښې دلته واورئ.

  • Uploaded27 Apr 2017

  • Duration03 Minutes

  • Download1MB

Abdul Rauf Zazai

افغانستان کې ورستيو وينو تويدو خلاف لاريون کوونکو څه غوښتي؟

پلازمينه کابل کې مدني فعالانو په ورستیو کې د ناامني زیاتوالي له امله پراخ لاریون تر سره کړ او ويل يې چې نور ورته د ملت د وینو تویدو پر وړاندې د ارګ چوپتیا د زغملو نه ده.

لاریون کونکي د یو پریکړه لیک په اورولو سره له حکومت څخه د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه کوي چې ددوي د وظفیوي عفلت له امله ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

کابل کې پر سردار محمد داودخان، په ننګرهار کې د اچین په ولسوالۍ کې د امریکا لخوا د بمونو د مور استعمال او وروستۍ یې د هېواد په شمال بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو باندې وسله وال ډله ایز برید چې سلګونو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې؛ چې ورستیو ناامنیو په کور دننه او بهر د ګڼو افغانانو غوصه را پارولې او یاد بریدونه یې غندلي دي.

دا لاریون کوونکي د شعارونو په ورکولو سره وایي، چې نور ملت ته د وینو تویدو پر وړاندې د ارګ چوپتیا د منلو وړ نه ده.

عبدالروف ځاځی يې په اړه رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.

 

  • Uploaded26 Apr 2017

  • Duration07 Minutes

  • Download4MB

Podcast Help

Podcasting is a free service to subscribe to your favourite SBS programmes. If you're new to podcasting check out our help section to get started.

ADVERTISEMENT

DVDs and Downloads at the SBS Shop

Visit the SBS Shop online for DVDs and downloads of the programs you love.

Books at the SBS Shop

Visit the SBS Shop online for fascinating books and inspiring cookbooks perfect for home and as gifts.