Coming Up Sat 2:00 PM  AEST
Coming Up Live in 
Live
Pashto radio

د اسټراليا ملبورن ښار کې افغانانو ته د يو لوی جومات جوړولو اجازه ورکړل شوه

Source: Supplied

د اسټراليا ملبورن ښار کې د افغانانو اسلامي مرکز او د عمرفاروق جومات ټولنې ياد ښار کې د يو نوي جومات جوړولو اجازه ترلاسه کړه.

د يادې ټولنې وياند حاجي روښان اکبر په وينا، د افغانانو ياد جومات به په يو وخت کې د دوه زرو کسانو لمونځ کولو ځای ولري.

ملبورن ښار کې د افغانانو اسلامي مرکز او عمر فاروق جومات ټولنې غړو له ډيرو کلونو راهيسې د ياد جومات جوړيدو لپاره هلې ځلې کولی او له کلونو زيار وروسته تيره اونۍ د ملبورن ښار ځايي کونسل د ياد جومات جوړيدو اجازه ورکړه.

اټکل کيږي چي د جومات ابادولو چارې راتلونکو څو مياشتو کې پيل شي او دوه کلونو کې جومات جوړ او د خلکو پر مخ پرانيستل شي.

The concept of new Afghan Mosque in Melbourne
Supplied

ملبورن ښار کې د افغانانو تر ټولو لوی جومات جوړولو باندې له څلور ميليونو څخه تر پينځه ميليونو ډالرو لږښت راځي.

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د افغانانو اسلامي مرکز او عمر فاروق جومات وياند حاجي روښان اکبر سره مو مرکه کړې، تاسې لا نور ډير معلومات په مرکه کې واورئ.

Coming up next

# TITLE RELEASED TIME MORE
د اسټراليا ملبورن ښار کې افغانانو ته د يو لوی جومات جوړولو اجازه ورکړل شوه 04/11/2019 13:21 ...
اس بي اس پښتو: د نن ورځې مهم خبرونه 29/09/2020 10:21 ...
په سویلي آسټرالیا کې د کرونا وېروس له محدودیتونو وروسته د مختلفو کلتورونو د کرېکټ سیالۍ ترسره شوې 29/09/2020 08:27 ...
د کرونا وېروس لپاره د واکسین جوړلو پروسه څومره پر مخ تللې ده؟ 29/09/2020 05:30 ...
اسټراليا کې د کار نه شتون او پر بې کاره کسانو د پيسو کمول انديښنې ډيرې کړي 26/09/2020 07:15 ...
د اسټراليا لومړي وزير نړۍ هيوادونو سره د واکسين جوړيدو وروسته پر هغوی د ويشلو ژمنه وکړه 26/09/2020 16:00 ...
د نن ورځ مهم خبرونه 26/09/2020 12:49 ...
د قبايلو ۲۸،۰۰۰ پخواني امنيتي ځواکونه (خاصه دار) په کور ناست دي 26/09/2020 07:02 ...
ملبورن ښار کې افغان ځوان ځايي ټاکنو ته نوماند دی 22/09/2020 13:24 ...
له مړينې وروسته ستاسو د بدن غړي د نورو ژوند ژغورلی شي 22/09/2020 10:18 ...
View More