Coming Up Tue 2:00 PM  AEST
Coming Up Live in 
Live
Pashto radio

د آسټرالیا په ایالتونو او سیمو کې د کووېډ-۱۹ محدودیتونه

د آسټرالیا په ایالتونو او سیمو کې محدودیتونو د تغیر په حال کې دي. په خپل ایالت او سیمې کې د وروستیو محدودیتونو په اړه مهم معلومات دلته لوستلی شئ

په آسټرالیا کې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ په اړه مهم معلومات دلته لوستلی شئ

د دغې پاڼې معلومات په دوامداره توګه اپډېټ کېږي. مونږ تاسو ته دا وړاندیز هم کوو ترڅو د لا ډ ېرو معلوماتو لپاره د اسټرالیا د هر ایالت له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.


ویکټوریا- محدودیتونو کې نرمښت

 

په ملبورن ښار کې څلورم پړاو محدودیتونه د سپتمبر د میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې تمدید شوي. د وېکټوریا ایالت په لرې پرتو سیمو او ملبورن ښار کې محدودیتونه په بېلابېلو وختونو کې کمېږي.

 په ملبورن ښار کې د محدودیتونو د کمښت په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ :  https://www.vic.gov.au/coronavirus-covid-19-restrictions-roadmap-metro-melbourne

د وېکټوریا ایالت په کلیو او لرې پرتو سیمو کې د محدودیتونو د کمښت په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ : https://www.vic.gov.au/restrictions-roadmap-regional-victoria

ملبورن
  • د شپې ګرځبندیز هره شپه ، د ۸ بجو پر ځای د شپې ۹ بجې شروع کېږي
  • د ورځې د یوه ساعت پر ځای خلک دوه ساعته ورزش کولای شي
  • د هغو کسانو کور ته یو کس ور تللی شي چې یواځې ژوند کوي
  • په عامه ځایونو کې دوه کسان سره یو ځای شي

 د محدودیتونو کمولو څلور پړاونه:

 

لومړی پړاو (د سپټمبر ۱۳)

  د لومړي پړاو محدودیتونه یواځې د ملبورن په ښار کې کمېږي

  • د شپې ګرځبندیز له ۹ بجو څخه پیلېږي د سهار تر ۵ بجو پورې
  • ۲ کسان کولای شي په عامه ځایونو کې سره یوځای شي
  •  خلک  کولای شي‌د ورځې ۲ ساعته د ورزش لپاره له کور څخه بهر ووځي

دویم پړاو محدودیتونه

د وېکټوریا ایالت په لرې پرتو سیمو کې د سپتمبر له ۱۳ نېټې څخه او په ملبورن ښار کې د سپتمبر له ۲۸ نېټې څخه عملي‌کېږي.

ملبورن کې څه بدليږي:

  • د کورنيو غړي کولی شي د پنځو کسانو په شمير له کوره بهر ووځي یا هم سره راټول شي
  • چايلډ کییر يا د ماشومانو ساتنې مرکزونه پرانيستل کيږي
  • د لومړيو او دویمو ټولګیو زده کوونکي په ښونځیو کې زده کړو ته دوام ورکولای شي

د ويکټوريا ايالت لرو پرتو سيمو کې څه بدليږي:

  •  د ويکټوريا ايالت لرې پرتو سيمو کې ټولو زده کونکي بېرته ښوڼځیو ته ته ځي

دریم پړاو (د اکتوبر له ۱۶ نېټې څخه)

دا پړاو د اوکتوبر مياشتې له ۲۶ نيټې وروسته هغه مهال عملي کيږي که چيرې ويکټوريا ايالت کې په ۱۴ ورځو کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو شمير له ۵ څخه لوړ نشي.

په دغه پړاو کې د وېکټوریا ایالت په لرې پرتو سیمو کې د سپورټ او تفریح لا ډېر مرکزونه فعالیت پیلوي.

په دغه پړاو کې د ملبورن په ښار کې د زده کړې ، ورزش او تفریح لا ډېر مرکزونه فعالیت پیلوي

ورستی پړاو (د نومبر ۲۳ نېټه)

په دغه پړاو کې لا ډېر کسان کولای شي سره یو ځای شي.

که چېرې کووېډ-۱۹ عادي حالت ته را وګرځي نو د خلکو پر یوځای کېدو ټول محدودیتونه له منځ وړل کېږي.

د کووېډ-۱۹ نورمال حال کوم حالت ته وايي؟

  • ۲۸ ورځې هېڅ پېښه ثبت نشي
  • فعاله کیس هېڅ شتون ونلري
  • په ټول هېواد کې د بلې څپې خطر و نه اوسېږي

 

لاندې لارښونې او معلومات د وېکټوریا ایالت د ټولو وګړو لپاره دي:

د کرونا وېروس ناروغان او  هغه کسان چې له ناروغانو سره نږدې اړیکې لري:

په کرونا وېروس اخته کسان (او هغه کسان چې له اخته کس سره ژوند کوي او یا نږدې اړیکي ورسره لري) باید ځانونه قرنطین کړي. د لا ډېرو جزیاتو لپاره له دغې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:

https://www.dhhs.vic.gov.au/sites/default/files/documents/202008/Diagnosed%20Persons%20and%20Close%20Contacts%20Directions%20%28No%2010%29%20-%2016%20August%202020.pdf

په روغتونونو کې له ناروغانو څخه لیدنه:

د روغتون کاروکونکي کولای شي له محدودیت پرته روغتون ته ولاړ شي.  مګر د نورو خلکو د شمېر او عمر په اړه نوي محدودیتونه وضع شوي. لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ: https://www.dhhs.vic.gov.au/sites/default/files/documents/202008/Hospital%20Visitor%20Directions%20%28No%2010%29%20-%2016%20August%202020.pd

جریمې

  • د ماسک نه اغوستل ۲۰۰ ډالره جریمه لري
  • که چېرې د وېکټوریا ایالت یو اوسېدونکی، په کرونا وېروس اخته شوی اوسي یا هم له ناروغ کس سره په نږدې اړیکه کې پاتې شوی اوسي او ځان قرنطین نکړي، نو ۴۹۵۷ ډالره جریمه کېږي

  • هغه کس چې سرغړونه کوي، کېدای شي تر ۲۰ زرو ډالرو پورې جریمه هم ترلاسه کړي

ماسک

د وېکټوریا ایالت هر اوسېدونکي باید له کور څخه د بهر وتلو پر مهال ماسک واغوندي. که چېرې څوک ماسک وانه غوندي د پولیسو لخوا ۲۰۰ ډالره جریمه ترلاسه کوي. له ۱۲ کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته نده پکار ترڅو ماسک واغوندي.

د ماسک کارولو په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ:  https://www.dhhs.vic.gov.au/face-masks-covid-19

مالي مرسته

  • د وېکټوریا ایالت هغه اوسېدونکي  ۳۰۰ ډالره مرسته ترلاسه کولای شي چې د کرونا ویرس له معاینې وروسته د پایلو په انتظار اوسي او ځان قرنطین کړي.
  • ۱۵۰۰ ډالره هغو کارګرو ته په پام کې نیول شوي چې د کرونا ویروس له امله باید ځان قرنطین کړي او له کارګمارونکي څخه پیسې نه ترلاسه کوي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره له لاندې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ: https://www.dhhs.vic.gov.au/victorias-restriction-levels-covid-19

کارګمارونکي

  • که چېرې له کور څخه کار امکان لري، نو کارمندانو ته باید اجازه ور نکړل شي ترڅو له کار ځای څخه کارونه ترسره کړي.
  • هغه کارګمارونکي چې غواړي کارمندان یې له کارځای څخه خپل کارونه پر مخ یوسي نو باید هغو ته جواز لیک ورکړي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره له دغې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړي: https://www.dhhs.vic.gov.au/permitted-worker-scheme-covid-19

ښونخي

  • د وېکټوریا ایالت ټول زده کونکي باید له خپلو کورنو څخه زده کړو ته دوام ورکړي
  •  د وېکټوریا ټول زده کونکي وکولای شي له خپلو کورونو څخه زده کړو ته دوام ورکړي.
  • هغه میندې او پلرونه چې د کار په موخه له کور څخه بهر وځي کولای شي خپل ماشومان ښونځیو ته یوسي.
  • د عمومې ارزونې آزموینه چې معمولاً په دریم سمستر کې اخیستل کېږي. په روان کال کې به څلورم سمستر کې واخیستل شي.
  • د لا ډېرو معلوماتو لپاره له لاندې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:https://www.education.vic.gov.au/about/department/Pages/learningfromhome.aspx

د ناورین حالت

  • د ناروین حالت پر مهال پولیس لا ډېر واک لري او مسئولین کولای شي د پارلماني قوانینو اجرا وځنډوي
  • دغه حالت په دې موخه اعلان شوی،  ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې حکومت د ګرځبندیز د عملي کولو واک لري.

 

نیو سوت وېلز

نیوساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس د وروستیو ثبت شویو پېښو د ځایونو په اړه معلومات دلته پیدا کولی شئ: 

https://www.nsw.gov.au/covid-19/latest-news-and-updates#latest-covid-19-case-locations-in-nsw

د نیو ساوت ویلز حکومت د کووېډ-۱۹ په اړه مهم معلومات په نورو ژبو هم ژباړلي دي. په پښتو ژبه معلومات دلته لوستلی شئ: 

https://www.nsw.gov.au/resources-for-your-community/pashto

که چېرې تاسو هغو ځایونو ته تللي یاست چې د کرونا وېروس پیښې په کې ثبت شوي، نو پکار ده ترڅو :

  • ۱۴ ورځې ځان قرنطین کړئ
  • د کرونا وېروس معاینه وکړئ، حتا که چېرې تاسو نښې هم نلرئ
  • که چېرې د کرونا وېروس له معاینې وروسته مو د یادې ناروغۍ نښې پیدا کړې، یو ځل بیا  د کرونا وېروس معاینه وکړئ
  • که چېرې ستاسو معاینه منفي هم واوسېږي ځان باید قرنطین کړئ

د خلکو پر یوځای راټولېدلو محدودیتونه

 په یوه وخت ۲۰ کسان کولای شي په یوه کور کې سره یو ځای شي او ۲۰ کسان هم په عامه ځایونو کې د راټولېدلو اجازه لري.

د روغتیا مسئولین په یوه وخت د ۱۰ کسانو د را تولېدلو سپارښتنه کوي

 سوداګریز او تفریحي فعالیتونه 

رستورانتونه، کافي شاپونه او کلبونه:

  • تاسو کولای شئ ، په یوه وخت د لسو کسانو لپاره د ځای بکینګ وکړئ
  • په ۲۴ ساعتونو کې باید د ګډون کونکو معلومات ثبت شي
  • د واده په مراسمو کې ۱۵۰  کسان ګډون کولای شي
  • د جنازی په مراسمو کې ۱۰۰ کسانو ته د ګډون اجازه ورکړل شوې

- سوداګریز مرکزونه باید د کوېډ سېف پلان ولري او د ټولو مشتریانو معلومات ثبت شي

https://www.nsw.gov.au/covid-19/covid-safe-businesses

سفر

د نیو ساوت وېلز ایالت د لنډې مودې لپاره خپلې پولې له وېکټوریا ایالت سره تړلي دي. که چېرې څوک له وېکټوریا ایالت څخه نیو ساوت ویلز ته سفر ترسره کوي نو ۱۴ ورځې باید په هوټل کې قرنطین شي.

 د سپتمبر د میاشتې تر ۱۱ نېټې پورې د هوټل لګښت د هغو کسانو لپاره چې له وېکټوریا څخه نیو ساوت وېلز ته سفر کوي او باید قرنطین شي معاف شوی. مګر تر هغې وروسته د هوتل مصارف د مسافرو پر غاړه دي.  د لاډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ، له لاندې وېب پانې څخه لیدنه وکړئ: https://www.nsw.gov.au/media-releases/nsw-to-charge-returned-international-travellers-for-hotel-quarantine

  • د نیو سوت وېلز ایالت اوسېدونکي کولای شي د دغه ایالت هرې سیمې ته د سیل په موخه سفر وکړي
  • د نورو ایالتونو اوسیدونکي هم کولای شي نیو سوت وېلز ته د سیل یا سیاحت لپاره سفر وکړي، مګر چې بېرته خپل ایالت ته ځي نو د خپل ایالت قوانینو ته باید پاملرنه وکړي
  • هغه کسان چې له قانون څخه اطاعت و نکړي نو کیدای شي ۱۱ زره ډالره جریمه شي او یا هم زندان ته و استول شي
  • که چېرې تاسو غوائ د نیو سوت وېلز ایالت له ملي پارکونو څخه لیدنه وکړئ نو مهرباني  
    وکړئ دملي پارکونو ادارې له وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ. 

    https://www.nationalparks.nsw.gov.au

  • د لوی عمر لرونکو او روغتیايي مرکزونو ته د یادو کسانو سفر منع شوی دی. د لا ډېرو معلوماتو لپاره له دغې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:https://www.nsw.gov.au/covid-19/what-you-can-and-cant-do-under-rules/border-restrictions

ښونځي

  • د نیو ساوت وېلز ایالت هغه زده کوونکي چې د کرونا وېروس نښې نښانې لري ښونځیو ته د ورتګ اجازه نلري ( که چېرې له ناروغۍ وروسته د زده کوونکو معاینه منفي وي بیا ښونځیو ته تلی شي).
  • ښونځیو کې د فراغت غونډو د جوړولو اجازه نشته
  • د ماشومانو والدین یا ساتونکي، ښونځیو ته دننه د ورتګ اجازه نلري
  • د کینټین او یونیفورم پلورنځي کولی شي خلاص واوسېږي

د کورنیو لپاره لا ډېر معلومات:https://education.nsw.gov.au/covid-19/advice-for-families

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د محدودیتونو په اړه لا ډېرو معلومات دلته پیدا کولای شئ: 

https://www.nsw.gov.au/covid-19

کوینزلنډ


د ښونځیو د فارغانو رسمي پروګرامونه لغوه شوي د بېلګې په توګه، د ګولډ کوسټ په فیسټیوال کې تنظیم شوي کلني پروګرامونه او کنسرټونه.

د ځوانانو کوچنۍ ډلې کولای شي د رخصتیو لپاره د استوګنې د ځای بوکنګ وکړي مګر د لوی پروګرامونو اجازه نشته.

د خلکو په یوځای راټولېدلو محدودیتونه

په کوینزلنډ ایالت کې د خلکو پر یو ځای را ټولېدلو محدودیتونه زیات شوي. له لاندې سیمو پرته د کوینزلنډ ایالت په نورو سیمو کې له ۳۰ څخه زیات کسان نشي کولای په کورونو او یا هم عامه ځایونو کې سره یو ځای شي. 

City of Brisbane ·

City of Ipswich ·

Logan City ·

Scenic Rim Region ·

Somerset Region ·

Lockyer Valley Region ·

Moreton Bay Region ·

Redland City.

لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ: 

https://www.qld.gov.au/health/conditions/health-alerts/coronavirus-covid-19/current-status/restricted-areas-covid-19

 د لوی عمر لرونکو په مرکزونو کې د محدودیتونو په اړه لا ډېر مالومات (معلومات ) دلته لوستلی شئ: 

https://www.health.qld.gov.au/system-governance/legislation/cho-public-health-directions-under-expanded-public-health-act-powers/aged-care

 په روغتونونو کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته لوستلی شئ: https://www.health.qld.gov.au/system-governance/legislation/cho-public-health-directions-under-expanded-public-health-act-powers/hospital-visitors-direction

د معلولیت لرونکو کسانو د هستوګنې په مرکزونو کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته لوستلی شئ:

https://www.health.qld.gov.au/system-governance/legislation/cho-public-health-directions-under-expanded-public-health-act-powers/disability-accommodation-services

 

سوداګریز او تفریحي فعالیتونه 

د روان کال د جون او ډیسمبر میاشتو ترمنځ که چېرې د کوینزلنډ ایالت یو اوسیدونکی په کرونا وېروس اخته شي یا هم له ناروغ کس سره د تماس له امله باید ځان له نورو څخه جدا کړي نو کولای شي له حکومت څخه ۱۵۰۰ ډالره ترلاسه کړي. 

۲۰ کسان په یوه وخت په لاندې ځایونو کې د راټولېدو اجازه لري: 

  • په رسټورانټونو، کافي شاپونو، شرابخانو، رسمي کلبونو، هوټلونو او قمارخانو کې 
  • د ودانۍ د ننه سیما کې 
  • د کورونو په آکشن کې 
  • په کنسرټونو، تیاتر، ادېټوریم او سټودیمونو کې 
  • د ښکلا په مرکزونو، د نوکانو په سالونونو او د خال وهلو په مرکزونو کې 

په لرې پرتو سیمو کې ۵۰ کسان کولای شي په هر وخت کې سره یو ځای شي (د کوېډ سېف پلان لېست څخه لیدنه وکړئ). یواځې د سیمې خلک کولای شي رسټورانټونو، کافي شاپونو، شرابخانو، رسمي کلبونو، هوټلونو او قمارخانو ته ورشي.

د بومیانو ټولنې – بایو سیکیورتي سیمې

د کوینزلنډ حکومت او د بومي اسټرالیایانو مشرانو موافقه کړې ترڅو په دریو پړاونو کې د بایو سیکیورټي سیمې محدودیتونو کې نرمښت راشي.

لومړی پړاو: هغه کسان چې د بومیانو ټولنې ته غواړي ورشي نو پکار ده ترڅو ځان قرنطین کړي. د قرنطین پرمهال خلک کولای شي د ضروري موخو لپاره له کور څخه بهر ولاړ شي.

دویم پړاو: د عامې روغتیا مشر به یو لارښود خپور کړي او د بومیانو ټولنې به د خوندي سیمې برخه وګرځي ترڅو خلک وکولای شي په آزاد ډول سره د روغتیايي لارښونو په پام کې نیولو سره سفر وکړي.

دریم پړاو: په لرې پرتو سیمو کې د بوميانو ټولنو ته د ورتګ محدودیتونه به لرې شي. 

د محدودیتونو د کموالي په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلئ شئ.

https://www.covid19.qld.gov.au/government-actions/roadmap-to-easing-queenslands-restrictions

د سفر محدودیتونه

  •  د نیو ساوت وېلز او د آسټرالیا د مرکزي سیمې اوسېدونکي نشي کولای کوینزلنډ ته سفر وکړي.
  • هر چا چې په تېرو ۱۴ ورځو کې د وېکټوریا ایالت په ګډون هغو سیمو ته سفر کړی يي چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي دي، کوینزلنډ ته د سفر اجازه نلري.
  • هر هغه څوک چې کوینزلنډ ته بېرته ستانه کېږي نو ۱۴ ورځې باید ځان قرنطین کړي.
  • د کوینزلنډ ایالت اوسیدونکي اوس کولای شي د سیل لپاره نورو سیمو ته سفر وکړي او هلته شپې تېرې کړي.

ښونځي

  • په کوینزلنډ ایالت کې ښونځي بېرته شروع شوي، زده کونکي کولای شي د حضوري زده کړو لپاره ښونځیو ته ولاړ شي.

 https://www.qld.gov.au/covid-19/government-actions/roadmap-to-easing-queenslands-restrictions

سویلي اسټرالیا 


په سویلي آسټرالیا کې د محدودیتونو د کموالي پلان دریم پړاو عملي کېږي. له هغو فعالیتونو پرته چې ډېر خطرناکه دي  نورو فعالیتونو ته اجازه ورکړل شوې.

د خلکو په یوځای راټولېدلو محدودیتونه

  • په هر دوه متره مربع ځای کې یو کس باید شتون ولري
  • خلک باید له یو بل څخه ۱.۵ متره فاصله ولري

 سوداګریز او تفریحي فعالیتونه

  • خلک کولای شي له ودانۍ بهر د رسټورانټونو او کافي شاپونو مخ ته خواړه وخوري 
  • کتابتونونه او د لامبو حوضونه پرانستل شوي خو ځینې محدودیتونه تر اوسه شته
  •  سینما او تیاتر هم د فعالیت اجازه لري

د سفر محدودیتونه

د جولای میاشتې له ۲۹ نېټې څخه د وېکټوریا ایالت هغه اوسېدونکي سویلي اسټرالیا ته سفر کولای شي چې ضروري کار ولري. د سویلي‌ آسټرالیا اوسېدونکي له دې وروسته وېکټوریا ته د سفر اجازه نلري.

د تزمانیا، کوینزلنډ، لویدیځې آسترالیا او شمالي سیمې اوسېدونکي کولای شي له محدودیت پرته دغه ایالت ته سفر وکړي.

له سفر ۳ ورځې مخکې باید هر کس خپل ځان راجستر کړي، مهمه نده چې تاسو خپل سفر له کوم ځای څخه پیل کړی: https://www.police.sa.gov.au/online-services/cross-border-travel-application

تاسو باید ځان د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین کړئ:

  • که چېرې تاسو له نیو ساوت وېلز ایالت څخه سویلي آسټرالیا ته سفر کوئ .
  • که چېرې تاسو له بهر څخه راځئ نو ۱۴ ورځې باید ځان قرنطین کړئ
  • که چېرې تاسو په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته یاست
  • که چېرې تاسو له ناروغ کس سره نږدې پاتې شوي یاست 

د لا ډېرو معلوماتو لپاره له لاندې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:

https://www.covid-19.sa.gov.au/

د سپتمبر د میاشتې له ۱۶ نېټې څخه د کانبرا اوسیدونکي کولای شي سویلي آسټرالیا ته سفر وکړي. د کانبرا اوسیدونکي له دې وروسته یاد ایالت ته له سفر وروسته نه قرنطین کېږي.

ښونخي

د دویم سمستر له پیل څخه په سویلي‌اسټرالیا کې ښونځي پرانستل شوي او له ماشومانو څخه غوښتنه شوې ترڅو ښونځي ته ولاړ شي.  د سویلي اسټرالیا په ښونځو کې د لارښونو په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ: https://www.education.sa.gov.au/sites/default/files/term-2-operating-guidelines.pdf%20

ایالت کې د محدودیتونو په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ: 

https://www.covid-19.sa.gov.au/recovery

 

لویدیځه اسټرالیا

د خلکو په یوځای راټولېدلو محدودیتونه

  • د ۱۰۰ او ۳۰۰ کسانو د یوځای کېدو محدودیتونه له منځه وړل شوي
  • د نورو محدودیتونو پرځای یو نوی محدودیت دا دی ترڅو په هر ۲ متره مربع ځای کې یو کس شتون ولري
  • خلک باید له یو بل څخه ۱.۵ متره فاصله ولري

د لویدیځې آسټرالیا د لوبو په میدانونو کې ۵۰ سلنه کسانو ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي، یعنې که چېرې یو لوبغالی د ۲۰ زره کسانو لپاره څوکۍ ولري نو ۱۰ زره کسانو ته اجازه ورکول کېږي ترڅو لوبغالي ته دننه شي.

  • د آپټس په لوبغالي کې په یوه وخت ۳۰،۶۳۳ کسانو ته اجازه ورکول کېږي ترڅو د لوبو لیدلو ته ورشي، مګر د کنسرټ پر مهال ۳۵ زره کسان د ننوتلو اجازه لري.
  • په اچ بي اف پارک کې ۱۰،۱۵۰ کسانو ته اجازه ورکول کېږي
  • په آر اې سي، ارینا کې ۷۱۵۰ کسانو ته د لوبو د لېدلو لپاره اجازه ورکول کېږي.

په لویدیځې آسټرالیا کې د محدودیتونو د کموالي په اړه لا ډېر معلومات دلته لیدلی شئ: https://www.wa.gov.au/government/publications/phase-4-easing-of-restrictions-frequently-asked-questions

 سوداګریز او تفریحي فعالیتونه

  • رسټوراڼټونو او کافي شاپونو د فعالیت اجازه لري
  • په یوه وخت ۲۰ کسان کولای شي ورزش وکړي‌ او لامبو ځایونو ته ۲۰ کسان په یوه وخت ورتلی شي
  • په لویدیځې اسټرالیا کې د ټولو کاروبارونو مسولینو ته پکار ده ترڅو د فعالیت لپاره د کوېډ سیف پلان ولري او له کوېډ-۱۹ څخه د خوندي پاتې کېدو لارښونو ته پاملرنه وکړي ترڅو کارکونکي او مشتریان خوندي و اوسېږي
  • د عبادت مرکزونه، کتابتونونه او د تولنې مرکزونه کولای شي خپل فعالیت بېرته پیل کړي
  • د لویدیځې اسټرالیا اوسیدونکي هڅول کېږې ترڅو بېرته خپلو کارونو ته ستانه شي

د سفر محدودیتونه

  • د کمبرلي سیمې په شمول خلک کولای شي د لویدیځې اسټرالیا ټولو سیمو ته سفر وکړي
  • تراوسه هم د بومیانو ټولنو ته د ورتګ اجازه نشته
  • که چېرې خلک غواړي د سیل لپاره سفر وکړي ، ټولنیز واټن باید په پام کې ونیول شي

ښونخي

  • په لویدیځې اسټرالیا کې د دویم سمستر له پیل څخه په سویلي‌اسټرالیا کې ښونځي پرانستل شوي او میندې او پلرو کولای شي خپل ماشومان ښونځو ته واستوي
  • هغه ماشومان چې غواړي له کور څخه زده کړې ترلاسه کړي دهغو لپاره هم زمینه برابره شوې
  • د ټیف مرکز کورسونه د اپریل د میاشتې له ۲۸ نیټې څخه پیل شوي
  • میندې او پلرونه اوس کولای شي د ښونځی دننه ولاړ شي

پدې اړه لا ډېر معلومات دلته پیدا کولی شئ: https://www.wa.gov.au/organisation/department-of-the-premier-and-cabinet/covid-19-coronavirus-education-and-family-advice%20

لویدیځې اسټرالیا کې د محدودیتونو په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ: https://www.wa.gov.au/organisation/department-of-the-premier-and-cabinet/covid-19-coronavirus-wa-roadmap?a=

تزمانیا

د کرونا د وبا پرمهال د رخصتۍ پېسې:

د تزمانیا ایالت په شرایطو برابر کارکونکي کولای شي ۱۵۰۰ ډالره مرسته ترلاسه کړي ، که چېرې دوی ته پکار اوسي ترڅو ځانونه قرنطین کړي.

دا پېسې د ۱۴ ورځې قرنطین پر مهال کارګرو ته ورکول کېږي

د خلکو په یوځای راټولېدلو محدودیتونه

  •  د کورنۍ له غړو پرته، په یوه وخت ۲۰ کسان کولای شي د خپلو دوستانو کورونو ته ورشي

 سوداګریز او تفریحي فعالیتونه 

لا ډېر معلومات دلته پیدا کولی شئ: https://www.coronavirus.tas.gov.au/business-and-employees/business-restrictions

سفر

  • د تزمانیا پولې به د آګسټ د میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې تړلې اوسي
  • په تزمانیا کې د اضطرار حالت د آګسټ تر ۳۱ نېټې پورې تمدید شوی
  • د تزماینا پولې به وېکټوریا کې د کرونا وېروس د دویمې څپې له امله ټړلې پاتې اوسي
  • د اې اف ال  هغهلوبې چې ټاکل شوې وې په تزمانیا کې ترسره شي، پرېکړه شوې ترڅو په دغه ایالت کې ترسره نشي.

په آنلاین ډول د سفر په اړه معلومات ثبتول:

  • ټول هغه کسان چې له بهر او یا هم د آسټرالیا له نورو ایالتونو څخه غواړي تزمانیا ته سفر وکړي باید له سفر مخکې ځان راجسټر کړي https://www.g2gpass.com.au
  • پکار ده ترڅو د راجسټر پر مهال صحیح معلومات ثبت شي. که چېرې یو څوک غلط معلومات شریک کړي نو ۱۶۸۰۰ ډالره جریمه ترلاسه کولای شي یا هم د ۶ میاشتو لپاره زندان ته استول کیدای شي.

 

ښونخي

  • په تزمانیا ایالت کې د ښونځیو درسونه بېرته پیل شوي او زده کوونکي د زده کړې لپاره ښونځیو ته ځي

پدې اړه لا ډېر معلومات دلته پیدا کولی شئ: https://www.sbs.com.au/language/english/%20http://www.premier.tas.gov.au/releases/tasmanias_roadmap_to_recovery

د اسټرالیا شمالي سیمه 

د خلکو په یوځای راټولېدلو محدودیتونه

  • د اسټرالیا په شمالي سیمې کې خلک کولای شي له محدودیت پرته سره راټول شي ، مګر خلک باید له یو بل سره یو نیم متر فاصله ولري
  • خلک کولای شي د واده او جنازې په مراسمو له محدودیت پرته کې ګډون وکړي 

 سوداګریز او تفریحي فعالیتونه 

اوسمهال:

  • په آزداه فضا کې د یوځاې کېدو، ورزش،لامبو وهلو، کب نیولو او کښتۍ چلولو اجازه شته

  • حوضونه، د لوبو میدانونه ، او له ودانۍ څخه بهر جیمونه د فعالیت اجازه لري
  • رسټورانټونه، کتابتونونه، ګالریانې او موزیمونه د فعالیت اجازه لري

په لاندې برخو کې بندیزونه له منځه تللي دي:

  • فوټبال، باسکېټ بال او نېټ بال 
  • سینما، تیاتر، کنسرټ، نایټ کلب او نڅا کلب
  • بار، پرته لدې چې غذا په کې وخوړل شي
  • ټول هغه خدمتونه لکه ، خال وهل چې پخوا منع و
  • د لوبو، ساعتېرۍ او ټولنې مرکزونه
  • ټول هغه سوداګریز فعالیتونه او خدمتونه چې پخوا منع و
  • مهمو غونډو ته په جلا ډول اجازه ورکول کېږي

ښونځي

  • د اسټرالیا په شمالي سیمې کې د ښونځیو درسونه بېرته شروع شوي
  •  که چېرې کورنۍ غواړي ماشومان یي په کور کې پاتې شي نو پکار ده ترڅو له کور څخه انلاین سبق ووايي.

په شمالي سیمې کې د ښونځیو په اړه لا ډېر معلومات دلته پیدا کولی شئ: https://education.nt.gov.au/publications/information-for-term-2-2020?SQ_VARIATION_814972=0

په شمالي سیمې کې د محدودیتونو په اړه لا ډېر معلومات دلته ( په انګلیسي ژبه)  پیدا کولی شئ: https://coronavirus.nt.gov.au/__data/assets/pdf_file/0007/819106/roadmap-faqs.pdf

د اسټرالیا مرکزي سیمه

د خلکو په یوځای راټولېدلو محدودیتونه

  • د دوستانو کورونو د ورتګ لپاره حد ندی ټاکل شوی
  • په عامه ځایونو کې ۱۰۰ کسان سره یو ځای کېدای شي، مګر په هر څلور متر مربع ځای کې باید یو کس شتون ولري. د لا ډېرو معلوماتو لپاره له دغې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ: https://www.covid19.act.gov.au/protecting-yourself-and-others/groups-and-gatherings 

 سوداګریز او تفریحي فعالیتونه

  • په آزاده فضا کې ۱۰ کسان کولای شي د فټنس په صنفونو کې برخه واخلي
  • د کورونو په آکشن کې هم لس کسان ګډون کولای شي
  • په محدودیتونو کې نرمښت راغلی، د فټنس مرکزونه ، جیمونه او د ښکلا مرکزونه دفعالیت اجازه لري چې د ودانیو دننه دي. سوداګریزو مرکزونو ته پکار ده. ترڅو د کوی‌‌‌‌‌‌ډ سېف پلان عملي کړي.
  •  عامه ځایونه لکه موزیمونه، بېرته پرانستل شوي او ۲۰ کسان‌‌ په کې په یوه وخت یو ځای کېدای شي. 
  •  په هغو ځایونو کې چې ۸۰ متره مربع دي ۲۰ کسان د کېناستلو اجازه لري. په لویو ځایونو کې له ۲۰۰‌ د زیاتو کسانو اجازه هم شته.
  • د سپتمبر د میاشتې له ۱۸ نېټې څخه ۲۵ کسان کولای شي په یوه وخت رسټورانټونو او کافي شاپونو ته ولاړ شي.

سفر

  •  د کانبېرا ښار اوسېدونکي کولای شي نیو ساوت وېلز ایالت ته د سیل لپاره سفر وکړي.

ښونخي

  • د اسټرالیا په مرکزي سیمې کې اوسمهال ټول ښونځي بېرته پرانستل شوي.
  • په جولای میاشت کې به لومړۍ ډله بهرني زده کړیالان د کانبرا ښار ته راستانه شي

لا ډېر معلومات دلته پیدا کولی شئ: https://www.covid19.act.gov.au/updates


په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus