Coming Up Sat 2:00 PM  AEST
Coming Up Live in 
Live
Pashto radio

د کوويډ-۱۹ وبا له پيل راهيسې اسټراليا کي لومړي ځل لپاره په يوه ورځ دومره ډيرې پيښې ثبت شوې

Source: AAP Image/Bianca De Marchi

نن د ډسمبر مياشت ۱۶ نيټه ده او تاسو د کوويډ-۱۹ تازه معلومات لرو.

د کرونا وبا له پيل راهيسې اسټراليا کې پرون شپې ۸ بجو پورې په ۲۴ ساعتونو کې تر تولو ډيرې نوې پيښې ريکارډ شوې.

نيو ساوت ويلز ايالت چي د کرونا ويروس اوميکرون بڼې لمن کې دی لومړي ځل لپاره دومره ډيرې پيښې ثبت کړي.

نيو ساوت ويلز کې ډيرې نوې پيښې په Hunter New England region کې ثبت شوي.

بله خوا نيو ساوت ويلز ايالت خپل بوديجې وړاندې کولو سره د ۱۹.۵ ميلياردو ډالرو کسر خبر ورکړ او دا لږښت او يا کسر کرونا وبا سره تړل کيږي.

نيو ساوت ويلز تر پرون ۸ بجو شپې پورې يعنې ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۷۴۲ نوې پيښې ثبت کړي.

بله خوا ويکټوريا ايالت ۱۶۲۲، کوينزليند ۲۲ او کنبيرا ۱۱ پيښې ثبت کړي.

خپل ايالت کې دا ومومئ چې کوم څه کولی او څه نشئ کولی.

This story is also available in other languages.