د ۲۰۲۱ کال جولای مياشت ۲۲ نيټه، له ټول اسټراليا څخه د کرونا ويروس تازه معلومات.
د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې خبراری ورکړ چې راتلونکو ورځو کې به ياد ايالت د کرونا ويروس لا ډيرې پيښې ثبت کړي.
Prahran Market د ملبورن ښار جنوب ختيځ سيمه کې د کرونا ويروس خپريدو خطر ليسټ کې ورګډ شو.
اډيليډ ښار کې د کرونا ويروس خپريدو ځايونو شمير ۷۱ ته لوړ شو.
ټازمانيا کې يو ۴۰ کلن سړي د اسټرازينيکا واکسين ترلاسه کولو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.
نيو ساوت ويلز
نيو ساوت ويلز ايالت تر پرون د شپې ۸ بجو پورې ۱۲۴ نوې پيښې ريکارډ کړې.
له نوو پيښو څخه ۸۷ يې داسې حال کې چې ناروغه ول ټولنه کې تګ راتګ کړی. نوو پيښو څخه ۳۰ يې فيرفيلډ سيمه کې موندل شوي.
راتلونکې جمعې ورځ وروسته هغه کسان چې Canterbury-Bankstown سيمه کې ژوند کوي او بيا زړو او معلولينو او يا هم روغتيا څانګو کې کار کوي هغوی اړ دي ترڅو په هرو ۳ ورځو کې يو وار د کرونا ويروس معاينه وکړي.
د کرونا ويروس پيښو د سيمو ليسټ دلته موندلی شئ، سيدني ښار کې اوسني محدوديتونه به تر جولای مياشت ۳۰ نيټې پورې پر خپل ځای وي.
ويکټوريا
ويکتوريا ايالت بيا په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۶ نوې پيښې ريکارډ کړې.
ياد ايالت کې سږ کار دا په يوه ورځ کې تر ټولو ډيرې پيښې رکارډ کيږي. دا مهال ويکتوريا ايالت کې د کرونا ويروس ۱۴۶ فعاله پيښې شتون لري.
دا مهال د مثبتو پيښو ۱۸۰۰۰ نږدې اړيکې کسان په کورونو کې بند دي او د ويروس خپريدو ځايونو شمير هم ۳۸۰ ته لوړ شوی.
د کرونا ويروس د پيښو ليسټ دلته موندلی شئ او ويکټوريا ايالت کې اوسنی بنديز به تر جولای مياشت ۲۷ پورې پر خپل ځای وي.
په تيرو ۲۴ ساعتونو کې له اسټراليا څخه تازه معلومات
جنوبي اسټراليا د کرونا ويروس ۲ نوې پيښې ريکارډ کړې او لدې پيښو څخه ياد ايالت کې فعاله پيښې ۱۴ دي.
کوينزليند له ټول نيو ساوت ويلز ايالت سره خپل پولې له جولای مياشت ۲۳ نيټې څخه تړي.
ټازمانيا کې يو سړي د اسټرا زينيکا واکسين اخيستلو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ. د نوموړي عمر ۴۰ شاوخوا وه.
لوی اختر سبا د جولای پر ۲۳ نېټه پای ته رسېږي، مهمه ده چې خپل ځان او ټولنه وژغورئ.
- په خپلو کورونو کې لمونځ ادا کړئ
- په لویو ناستو کې ګډون څخه ډډه وکړئ
- ماسک واغوندئ
- د لمانځل پرمهال خپل جای نماز وکاروئ
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW Travel & transport and Quarantine
VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW, Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- COVID-19 vaccine in your language
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
COVID-19 Vaccination Glossary
Appointment Reminder Tool.په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:
Victoria
Queensland
South Australia
ACT
Western Australia
Tasmania
Northern Territoryد کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:
NSW
Victoria
Queensland
South Australia
ACT
Western Australia
Tasmania
Northern Territory