Coming Up Tue 2:00 PM  AEDT
Coming Up Live in 
Live
Pashto radio

کوويډ-۱۹ تازه معلومات: سيدني ښار څخه کرفيو لرې کيږي

Members of the public wear face masks as they go about their daily lives in Marrickville, Sydney, Wednesday, September 15, 2021. Source: AAP Image/Bianca De March

نن د سپټمبر مياشت ۱۵ نيټه ده او تاسو ته په اسټراليا کې د کرونا ويروس تازه معلومات لرو.

د نيو ساوت ويلز ايالت له ۱۶ کلنو ډير عمر لرونکو کسانو ۴۷.۵ سلنه اوسيدونکي دوه ډوزه واکسين شوي.

له نن شپې څخه په Shepparton کې د کرونا ويروس بنديز لرې کيږي.

د اسټراليا پلازمينه د يو ډوز واکسين کوونکو شمير ۷۵ سلنې ته ورسيد

کوينزليند ايالت د کرونا وريوس هيڅ يوه مثبت پيښه نده ريکارډ کړې.


 نيو ساوت ويلز

نيو ساوت ويلز په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۲۵۹ نوې پيښې ريکارډ کړې.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې اغلې ګلاديس بريجيکليان وويل، ياد ايالت کې ۸۰ سلنه اوسيدونکي چې عمرونه يې له ۱۶ ډير دي د کرونا واکسين يو ډوز ترلاسه کړی.

اغلې د سيدني ښار لويديځ کې له اوسيدونکو وغوښتل چې د کرونا ضد واکسين ترلاسه کولو څخه دې نه په شا کيږي.

له نن شپې وروسته به د سيدني ښار ۱۲ ښارګوټو باندې لګول شوی د شپې ګرځبند (کرفيو) لرې کيږي.

اغلې بريجيکليان وويل، هر وخت چې د نيو ساوت ويلز ۷۰ سلنه اوسيدونکي دوه ډوزه واکسين ترلاسه کړي نو له هغې وروسته بنديزونه لرې کوي.

واکسين کولو لپاره کولی شئ لدې ځايه وخت نيولی شئ.


 ويکټوريا

ويکتوريا ايالت کې د کرونا ويروس ۴۲۳ نوې پيښې ريکارډ شوې او دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ويکټوريا ايالت Ballarat لوی ښار له نن شپې څخه له نوو بنديزونو سره مخ کيږي. ياد ښار کې کرفيو پرته نور ټول بنديزونه لګيږي.

ويکټوريا ايالت کې واکسين ترلاسه کولو لپاره دلته وخت واخلئ.


 پلازمينه کنبيرا

کنبيرا ښار کې د کرونا ويروس ۱۳ نوې پيښې ثبت شوې.

ياد ايالت کې واکسين ترلاسه کولو لپاره دلته وخت واخلئ.


قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permitOverseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

COVID-19 Vaccination Glossary
Appointment Reminder Tool.


په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

NSW 

Victoria 
Queensland 
South Australia 
ACT 
Western Australia 
Tasmania
Northern Territory 


د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

NSW 
Victoria 
Queensland 
South Australia 
ACT 
Western Australia 
Tasmania
Northern Territor