Coming Up Sat 2:00 PM  AEDT
Coming Up Live in 
Live
Pashto radio

د آسټرالیا په ملبورن ښار کې د شپې لخوا ګرځ بندیز لګول شوی

Victorian Premier Daniel Andrews has announced big spike in coronavirus infections. Source: AAP

ویکټوریا ایالت کې په کرونا وېروس د اخته کسانو د شمېر له زیاتوالي سره په یاد ایالت کې د "ناورین حالت" اعلان شوی.

د وېکټوریا ایالت مشر ډنیل انډریوز، د یکشنبې په ورځ  (د آګست په دویمه نېټه) له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په دغه ایالت کې د کرونا وېروس ۶۷۱ نوې پېښې شوي او ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کرونا وېروس له امله د ۷ نویو کسانو له مرګ سره، په یاد ایالت کې د کرونا وېروس د قربانیانو شمېر ۱۲۳ کسانو ته رسېدلی.

اوسمهال په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۳۸۵ ناروغان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او د ۳۸ کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی.

په وېکټوریا ایالت کې د ۶۷۱ نوي پېښو له ثبت سره وروسته، په دغه ایالت کې د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۱ زره او ۵۵۷ کسانو ته رسیدلی او دغه شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.

په وېکټوریا ایالت کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو د شمېر له زیاتوالي سره د دغه ایالت مسئولینو پرېکړه کړې ترڅو په ملبورن ښار نوي محدودیتونه ولګوي.

د نوي محدودیتونو له مخې د ملبورن ښار اوسېدونکي نشي کولای د شپې له ۸ بجو څخه د سهار تر ۵ بجو پورې له خپلو کورونو څخه بهر را ووځي.

ښاغلی انډریوز وايي، که چېرې د شپې له ۸ بجو وروسته څوک له قانع کونکي‌ دلیل پرته، له خپل کو څخه بهر ووځي نو د پولیسو لخوا به ونیول شي او جریمه به ترلاسه کړي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نیو ساوت وېلز په ایالت کې هم د کرونا وېروس ۱۲ نوې پېښې ثبت شوي او په دغه ایالت کې د ټولو پېښو شمېر ۳۷۸۴ ته رسېدلي.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو د شمېر له زیاتوالي سره ، د دغه ایالت مسئولینو له خلکو څخه غوښتنه کړې ترڅو ماسک واغوندي. 

له دې وړاندې د وولورت ادارې (Woolworth)،  د نیو ساوت ویلز ایالت له اوسېدونکو څخه غوښتنه کړې و ترڅو د وولورت سوپر مارکېټونو ته د ورتګ پرمهال ماسک واغوندي.

په اسټرالیا کې مېشت کسان باید له یو بل سره ۱.۵ متره فاصله وساتي.

په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه وروستي معلومات دلته پیدا کولای شئ[https://www.sbs.com.au/language/pashto/how-australia-s-states-and-territories-are-relaxing-coronavirus-restrictions].

که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. 

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus

This story is also available in other languages.