د ځانګړو ځواکونو ژباړونکی: اسټراليايي ځواکونو کيدای شي لدې نور لا ډير جنګي جنايتونه ترسره کړي وي

Shamsurahman Mamond worked alongside the AFD as an Afghan interpreter.

Shamsurahman Mamond worked alongside the AFD as an Afghan interpreter. Source: SBS

د اسټراليايي ځواکونو پخواني ژباړونکي او کلتوري سلاکار له اس بي اس پښتو خپرونې سره ځانګړې مرکه کړې او خپل سترګو ليدلی حال يې شريک کړی.


شمس الرحمن له اسټراليايي ځواکونو سره د ژباړونکي او کلتوري سلاکار په توګه له ۵ کلونو ډيرې مودې لپاره کار کړی او په کال ۲۰۱۶ کې نوموړی له خپل کورنۍ سره اسټراليا ته راغلی.

د اسټراليا حکومت لخوا د تير کال وروستيو کې د اسټراليايي ځانګړو ځواکونو لخوا جنګي جنايتونو په اړه يو رپوټ خپور شو کوم چې نه يوازې افغانانو لپاره بلکې اسټراليايانو لپاره هم حيرانوونکی وه.

ښاغلی شمس وايي، د ياد رپوټ خپريدو سره يې د خوښی احساس وکړ، ځکه هغه تورن کسان به محکمې او قانون ته وړاندې کيږي چا چې ادعا کيږي افغانستان کې بې ګناه افغانان وژلي.

ښاغلي شمس له اس بي اس پښتو سره خبرو پر مهال وويل، ارزګان ولايت کې عامو خلکو به د اسټراليايي ځواکونو له ځينو کړنو شکايت کاوه او هغوی به يې پر وژنه او ورانکارۍ تورنول.

نوموړي دا شکايتونه خپل مشرانو سره شريکول ولې د يادو شکايتونو پر وړاندې د کوم ګام پورته کولو توان يې نه درلود.

" هغوی به ويل چې دوی زمونږ ټول کور ورانوي او پکې ښځې او ماشومان وژني."

ښاغلي ماموند وويل، د اسټراليايانو پوځي اډې کې اوسيدو په وخت کې د نوموړی خوب کوټه د اسټراليايايي ځانګړو ځواکونو له توقيف ځای څخه څو متره فاصله کې وه.

"زما کوټه له زندان څخه څو متره فاصله کې وه، ځينې وختونه به ما ليدل چې اسټراليايي ځواکونو به له موټر څخه بنديان لکه لوبو توکو له موټر څخه ښکته کول، ځيني وختونه به ما د زندانيانو چيغې اوريدلی، دا ډير دردونکی وه ځکه هغوی سره وسلې نه وې هغوی نور خطر نه پيښوه او پکار نه وه چې هغوی ته داسې سزا ورکړل شوی وای."

د ښاغلي په وينا، د داسې حالاتو له نورو سره پرې خبرې کول له ځان سره خطر درلود او د نوموړي په وينا يو بل ژباړونکي سره د اسټراليايي ځواکونو ستونزه پيدا شوه او ماښام يې له کمپ څخه بهر کړ او ياد کس پوليسو پوستې ته پناه ويوړه ترڅو يې طالبان ونه وژني.

د ښاغلي په وينا هغه څه چې ده ليدلي کيدای شي له لا نورو جنګي  جنايتونو څخه پرده پورته شي.

او او نور ډير څه پدې ځانګړې مرکې کې واورئ.

اس بي اس پښتو خپرونې سره د ښاغلي شمس الرحمن ماموند ځانګړې مرکه دلته اوريدلی شئ.

 

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now