د اسټراليا ملي کابينې د مسافرو راتګ شمير کموالي پريکړه داسې مهال وکړه چې اوس هم نږدې ۳۵ زره اسټراليايان بهر کې بند دي او غواړي اسټراليا ت راستانه شي.
دا مهال د اسټراليا بيلابيلو ايالتونو ته په اونۍ ۶۰۰۰ مسافرو راتګ اجازه ورکول کيږي ولې د ملي کابينې ناستې وروسته دا پريکړه وشوه چې د جولای مياشت ۱۴ نيټې وروسته به دا شمير ۳۰۰۰ مسافرو ته راټيټ شي.
ملبورن ښار کې له Helloworld Travel Dandenong څخه اسماعيل شاه نيازی له اس بي اس پښتو سره خبرو پر مهال وويل، د اسټراليا حکومت لخوا د مسافرو راتګ شمير کمول به پر مسافرو ډير بد اغيز وشيندي.
سره لدې چې اسټراليا ته راتګ ورځ تر بلې سخت کيږي ولې اوس هم ډير شمير افغانان او پښتانه، افغانستان او پاکستان ته سفرونه کوي چې دا به دوی لپاره ستر سر خوږی جوړ کړي.

د مسافرو شمير کمولو سره د ټکټونو نرخونو کې ډيروالی راغلی او دا هم ويل کيږي چې راتلونکو څو مياشتو کې د پروازونو ټکټ پيدا کيدل ستونزمن شوي.
له ښاغلي اسماعيل شاه نيازي سره مو بشپړه مرکه کړې چې تاسې ټول مهم معلومات په مرکه کې اوريدلی شئ.



