WhatsApp د کاروونکو معلوماتو شريکول انديښنې پيدا کړي

FILE - This Feb. 19, 2014, file photo, shows WhatsApp and Facebook app icons on a smartphone in New York.

FILE - This Feb. 19, 2014, file photo, shows WhatsApp and Facebook app icons on a smartphone in New York. Source: AP

د وټس اپ کمپنۍ اعلان وکړ چې د کاروونکو معلومات له فيسبوک سره شريکوي. د يادې کمپنۍ لدې اعلان سره يې کاروونکي خپل شخصي معلوماتو څرنګوالي برخه کې انديښنې څرګندې کړي.


د وټس اپ کمپنۍ څه موده وړاندې اعلان وکړ چې د نوې پاليسې له مخه به د کاروونکو معلومات له فيسبوک سره شريکوي.

د مشتريانو معلومات ډيره کې يوې کمپنۍ سره مرسته کوي ترڅو له لارې يې تجارتي اعلانونه پر لا ډيرو مشتريانو انلاين له لارې وپلوري.

دا مهال د ټکنالوژی ماهرين وايي، يوې کمپنۍ لپاره د خلکو معلومات له تيلو څخه لوړه بيعه لري او کمپنۍ يې له لارې د ميلياردو ډالرو ګټه ترلاسه کولی شي.

د انټرنيټ کاروونکي ورځ تر بلې ډيريدو حال کې دي او د نړۍ لويې کمپنۍ خپل تبليغاتو لپاره انټرنيټي کمپنۍ کاروي او هر څومره چې د يوې انټرنيټي کمپنۍ مشتريان ډير وي او يا د هغوی خوی او کړنې يوې کمپنۍ ته معلومه وي هغومره تبليغاتو له لارې ډيرې پيسې ترلاسه کوي.

د وټس اپ کمپنۍ چې دا مهال ۴۰۰ ميليونه مشتريان لري اصل کې د فيسبوک کمپنۍ څو کاله وړاندې اخيستی ولې وټس اپ بيا د مشتريانو معلوماتو پټ ساتلو لپاره د ډيرو باور خپل کړی او خلک يې بيلابيلو مقاصدو لپاره کاروي.

وټس اپ څه موده وړاندې کاروبارونو ته له مشتريانو سره مخامخ خبرې کولو نوې تګلار وړاندې کړه او دا واک يې کاروبارونو ته ورکړ ترڅو د مشتريانو سره خبرو معلوماتو ته لاسرسۍ ولري چې بيا يې له مخه خپل خبرتياوې يا اعلانات پر فيسبوک وکړي.

وټس اپ به د فبروری مياشت پر ۸ نيټه له خپلو مشتريانو وغواړي ترڅو خپل اپليکيشن اپډيټ يا نوې کړي او نوي شرايط ومني. دا نيټه تر می مياشت ۱۵ نيټې پورې غځول شوي ترڅو مشتريان يې په اړه کافي اندازه معلومات ترلاسه کړي.

اس بي اس پښتو سره د معلوماتو او ټکنالوژی کار پوه حيدر علي مرکه کړې او پر يادې مسلې يې رڼا اچولې چې تاسې دا مرکه دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now