پيښور کې لومړي ځل لپاره نابيناوو زده کوونکو لپاره د کتابونو چاپ خونه جوړيږي.
لدې وړاندې پښتنو ماشومانو لپاره به له پينجاب او نورو ايالتونو څخه کتابونه راتلل کوم چې ډيره کې يې د پښتنو ماشومانو کلتور سره په ټکر کې ول.
نا بينا ماشومانو لپاره د برايل کتابونه چې د کاغذ پر مخ ټکي جوړيږي او ماشومان يا نا بينا زده کوونکي د يادو ټکو په لاس لمس کولو سره زده کړې کوي دوي لپاره د زده کړې يوازينی لار ده ترڅو تعليم ترلاسه کړي.
پيښور کې د برايل يا نا بينا ماشومانو لپاره کتابونو چاپ کولو نوی کارخانه به نه يوازې ماشومانو لپاره د ښوونځي کتابونه چاپوي بلکې هغوی لپاره به نور علمي کتابونه هم چاپ کړي.
د يادې کتاب چاپولو خونې سره به پښتانه ماشومان خپل کلتور سره تړلو کتابونو زده کړه پيلوي.
زمونږ همکار سلام ګل افريدي يادې موضوع ته کتنه کړې او پيښور څخه رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.



