غان فلم فيستيوال زړو کسان لپاره سينما کې وړيا فلمونه وړاندې کوي

Video, movie, cinema concept. Retro camera, reels, clapperboard

Video, movie, cinema concept. Retro camera, reels, clapperboard and director chair. 3d Source: Getty Images

د اسټراليا اډيليډ ښار کې د غان نړيوال فلم فيستيوال اداره چې هر کال اسټراليا کې د افغاني فلمونو ننداره جوړوي دا ځل زړو کسانو لپاره وړيا فلم فيستيوال پر مخ اچوي.


د غان فلم فيستيوال په پام کې لري ترڅو راتلونکی پنجشنبې څخه زړو کسانو لپاره د فلمونو فيستيوال پر مخ واچوي.

ياده اداره د جنوبي اسټراليا روغتيا ادارې او هم مرکري سينما سره په همغږی د جنوب آسيا هيوادونو زړو کسانو لپاره د فلم فيستيوال جوړوي او د فلومونو نندارې ترڅنګ زړو کسانو لپاره خواړه او نور پروګرامونه هم په نظر کې نيول شوي.

د غان نړيوال فلم فيستيوال ادارې مشر فهيم هاشمي له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل، د ټولنې زاړه کسان ډير د يوازيتوب احساس کوي او بيا د کرونا ويروس بدو اغيزو ته په کتو هغوی لپاره يو ښه فرصت برابروي ترڅو افغاني فلمونو ترڅنګ په هندي ژبه هم فلمونه وګوري او حلال خواړه چې دوی ته په نظر کې نيول شوي لدې ټولو خوند پورته کړي.

ښاغلی هاشمي وايي، داسې محفلونو کې د افغانانو ګډون کم رنګی وي ولې اوس ښه فرصت دی ترڅو افغانان د فلمونو نندارې ته راشي او فيستيوال کې ګډون وکړي.

داچې څوک کولی شي يادو فلمونو ليدو ته لاړ شي او زړو کسانو ترانسپورت برخه کې کومې اسانتياوې شتون لري، دا ټول د ښاغلي هاشمي مرکه کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now