د کرونا واکسین د تطبیق چارې کېدای شي ۶ کاله وخت ونیسي

A doctor fills an injection syringe with COVID-19 vaccine

A doctor fills an injection syringe with COVID-19 vaccine. Source: Getty

د نړۍ په ۱۹۲ هېوادونو کې تر دې دمه شاوخوا ۱۱۰ میلیونه کسان په کرونا وېروس اخته شوي او دغه شمېرې د هرې ورځې په تېرېدلو سره د لوړېدو په حال کې دي.


پدې مرکه کې:

  • د کرونا ويروس تطبيق څو کاله وخت نيسي؟
  • څومره هيوادونو د کرونا ويروس واکسين تطبيق پيل کړی؟
  • اسټراليا کې واکسين کول کله پيل کيږي؟
  • اسټراليا کې د واکسين کولو پړاونه کوم دي؟

که له یوې خوا د کرونا وېروس شمېرې په زیاتېدو دي بله خوا د کرونا واکسین د تطبیق چارې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پیل شوي ترڅو په کرونا وېروس د لا ډېر کسانو د اخته کېدو مخه ونیسي.

ټاکل شوې ترڅو راتلونکې اوونۍ په آسټرالیا کې هم د کرونا وېروس د تطبیق چارې پیل شي او د روانې میاشتې تر پایه پورې شاوخوا ۶۰ زره کسان د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د متخصصینو یوې درې کسېزه ډلې د آسټرالیا د مطبوعاتو په ملي کلب کې خلکو ته د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي ترڅو خلک د روان حالت په اړه په جزیاتو خبر شي.

د آسټرالیا د ساري ناروغیو یوه متخصص ډاکټر، د مطبوعاتو په ملي کلب کې د خبرو پر مهال ویلي، د کرونا واکسین د تطبیق چارې کېدای شي ۶ کاله وخت ونیسي ترڅو د ټولې نړۍ اوسېدونکي د کرونا وېروس لپاره واکسین شي او د یاد وېروس نوي ډولونه را پیدا نشي.

د ساري ناروغیو متخصص سنجیا سنانایک وايي چې ۷۰ هېوادونو د کرونا وېروس د تطبیق چارې پیل کړي او که چېرې په اوسني سرعت سره دغه چارې دوام پیدا کړي نو تر راتلونکو ۶ کلونو پورې شاید ۷۵ سلنه کسان واکسین ترلاسه نکړي.

يادې مسلې په اړه بشپړ رپوټ دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now