ګوګل غواړي په آسټرالیا کې خپل فعالیت بند کړي. آیا پوهېږئ ولې؟

Google has warned it will stop making its search engine available in Australia if the Federal Government proceeds with a digital media code.

Google has warned it will stop making its search engine available in Australia if the Federal Government proceeds with a digital media code. Source: AAP

ګوګل کمپنۍ ګواښ کړی چې په آسټرالیا کې خپل فعالیت بندوي. که چېرې ګوګل دغه کار وکړي نو خلک بل څه انتخاب لري؟


د ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې د آسټرالیا د سیالیو او مصرف کونکو کمیسیون د Digital Platforms inquiry په نوم یو راپور خپور کړی وه. په یاد راپور کې راغلي وه چې د ګوګل او فیسبوک کمپنۍ د آسټرالیا په انلاین مارکېټ کې ځانګړی واک لري او په ځینو وختونو کې له دغه واک څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

د Digital Platforms inquiry راپور پای کې د سمون په موخه ۲۳ وړاندیزونه هم شوي وه ترڅو د آسټرالیا کاروباریانو او مصرف کونکو دواړو ته ګټه ورسېږي.

له یادې پلټنې څو میاشتې وروسته، د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د اسټرالیا خزانه دار د آسټرالیا د سیالیو او مصرف کونکو کمیسیون څخه غوښتنه وکړه ترڅو په انلاین مارکېټ کې د اعلاناتو موضوع ته کتنه وکړي او لاس په کار شي ترڅو اصلاحات رامنځ ته شي.

اوسمهال د آسټرالیا حکومت په داسې یوې طرحې کار کوي ترڅو د آسټرالیا رسنیو ته ګټه ورسېږي. د آسټرالیا حکومت غواړي کله چې ګوګل او یا فیسبوک د آسټرالیا د رسنیو خبرونه خلکو ته ښايي نو د هغه بدل کې بايد ورته پیسې ورکړي ترڅو د ګوګل او فیسبوک د ګټې ترڅنګ د آسټرالیا رسنیو ته هم ګټه ورسېږي.

د ګوګل کمپنۍ وايي که چېرې د آسټرالیا حکومت پیشنهاد شوی قانون تصویب کړي نو دوي کېدای شي خپل د لټون ماشین یا ګوګل سرچ خدمتونه په آسټرالیا کې بند کړي او تر هغې وروسته به آسټرالیا بیا د ګوګل صفحې ته لاسرسۍ ونلري.

دا موضوع مو تاسو ته روښانه کړې او لا نور معلومات دلته واورئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now