اسټراليا په ګډون د نړۍ ډير شمير هيوادونو کي د روژې پيل يا ختم او هم د اخترونو اعلان برخه کې بيلابيل نظرونه ورکول کيږي او د نظرونو توپير بيا په غير اسلامي هيوادونو کې چيرې چې ډير مسلمانان هم ژوند کوي ډير تر سترګو کيږي.
اسټراليا کې د امامانو ملي شورا چې اسټراليا کې ميشتو ډيرو مسلمانانو استازيتوب کوي هر کال د روژې پيل يا ختم او همدا راز د اخترونو اعلان څو ورځې وړاندې کوي.
ځيني مسلمانان بيا د امامانو شورا لدې تګلارې سره مخالفت ښايي او وايي، چې د مياشت ليدل بايد پر خپل سترګو ترسره شي ولې بيا د امامانو ملي شورا وايي، چې د مياشت څارنې حساب ډير دقيق وي او غلط ثابت کيدو چانس يې ډير لږ وي.
اس بي اس پښتو خپرونې سره ځانګړې مرکه کې د اسټراليا امامانو شورا غړی، ملبورن ښار کې د عمر فاروق جومات امام او ملبورن ښار کې د افغانانو اسلامي مرکز مشر ډاکټر افتخار احمد وايي، د امامانو ملي شورا د سپوږمۍ څارنه د نړۍ نورو څارونکو په مرسته ترسره کوي او له مخه يې د روژې او اخترونو اعلان کوي.
ښاغلی زياتوي، څو ورځې مخکې اعلان سره په غير اسلامي هيوادونو کې له کاريګرو سره مرسته کيږي ترڅو په وخت له خپلو کاري ځايونو څخه اختر لپاره رخصتي واخلي.
پخوا وختو کې د عصري ټکنالوژۍ نه شتون له امله د سپوږمۍ په سترګو ليدل به يوازينۍ لار وه ولې اوس له حساب، څارنې او هم عصري ټکنالوژي الو کارونې له لارې يو کس کولی شي سپوږمۍ دقيق وګوري.
آيا حساب له مخه د سپوږمۍ پيدا کيدل او يا څارنه غلط هم ثابت کيدای شي؟
ښاغلی ډاکټر افتخار احمد وايي، د پوهانو اټکل له مخه کيدای شي په هرو ۱۰۰،۰۰۰ څارنو کې کيدای شي يوه پيښه يا اټکل دقيق نه اوسي ولې که چيرې دې شمير ته وکتل شي نو د څارنې غلط ثابت کيدل نا ممکن ښکاري.
بله خوا د ډاکټر افتخار احمد په وينا، د اسټراليا امامانو ملي شورا له تيرو شاوخوا ۲۵ کلونو راهيسې د سپوږمۍ څارنې له مخه اعلانونه کوي او تر اوسه يې حسان غلط ندی ثابت شوی.
دا مسله مو ديني او هم نورو اړخونو له لارې څيړلې او لا ډير معلومات بشپړه مرکه کې اوريدلی شئ.



