نړۍ کې د ځينو نورو قومونو ترڅنګ پښتانه هم خپل لورګانو او يا خويندو ودولو لپاره د هغوی پر سر پيسې يا ولور اخلي چې دا کار ډير ځوانان اړ کوي ترڅو ولور پيدا کولو لپاره خپل کلۍ، ښار او يا هيواد پريږدي او خپل ژوند خطر کې اچولو سره په سختی پيسې پيدا کړي.
دا ټولنيزه پديده لا اوس هم د پښتنو ټولنې برخه ده او د پوهاوې داسې پروګرامونه هم شتونه نه لري ترڅو په منظمه ډول د ياد عمل ناوړه پايلو په اړه ټولنې خلکو ته پوهه ورکړل شي.
پاکستان کې د افغان کډوالو کمپنو مشران سره راټول شول او د ولور ناوړه دود لرې کولو پر سر يې ټينګار وکړ.
دا غونډه چې د متحده همدرد ټولنې لخوا جوړه شوې وه ګډونوالو ټولو په يو غږ له عالمانو، رسنيو او قومي مشرانو وغوښتل ترڅو دې ناوړه دود پر وړاندې هڅې پيل کړي.
د مهاجرو کمپونو مشرانو څخه اسدالله توخي وويل، دا مهال پاکستان کې د يو لور يا خور پر سر له ۵ څخه تر ۲۰ لکه پاکستانی کلدارې اخيستل کيږي.
بله داچې غريب کس نشي کولی کوژده وکړي ځکه د ولور ورکول يې له توان څخه لوړ وي.
ځينو حالاتو کې ځوانان اړ ايستل کيږي ترڅو نورو هيوادونو ته قاچاقي سفر وکړي او پيسو پيدا کولو وروسته د ولور پيسو ورکړې سره ودونه وکړي، چې د ځينو مشرانو په وينا ډير ځوانان بيا په لارو يا مسافری کې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
دا غونده د افغانانو لخوا لاهور ښار کې جوړه شوې وه او پکې ګڼو مشرانو او ديني عالمانو ګډون کړی وه.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي ولور موضوع ته کتنه کړې او رپوټ يې چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.



