د پاکستان او افغانستان ترمينځ سوداګرۍ راکړه ورکړه يو وخت ۲.۶ ميلياردو ډالرو ته رسيده ولې وخت تيريدو سره دا کچه ټيټه شوې او اوس يوازې ۶۲۸ ميليونو په ارزښت د دواړو هيوادونو ترمينځ سوداګري ترسره کيږي.
پاکستان کې سوداګر پر خپل دولت تور پورې کوي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ تګلارو ته يې پام ندی کړی او د سوداګرو ترمينځ خنډونه ددې باعث شوي چې افغان سوداګر نورو هيوادونو ته مخه کړي.
بله خوا پاکستاني سوداګر اټکل کوي روان مالي کال کې به د دواړو هيوادونو ترمينځ سوداګري لا ۲۵۰ ميليونه ډالر لږه شي.
پاکستاني سوداګر وايي، دا مهال ايران او د چابهار بندر ټولې هغه سوداګريزې چارې ترسره کوي کوم چې يو وخت پاکستان په لاس کې وې.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له پاکستاني سوداګرو او چارواکو سره خبرې کړي چې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.




