پاکستان لور ته زرګونو کاريګرو د تورخم دروازې پرانيستلو لپاره مظاهرې کړې

Durand Line - Torkham

Source: Gandhara - AFP

د پااکستان او افغانستان ترمينځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه تر ټولو ټيټې کچې ته رسيدلې او دواړو لورو ته کاريګر له حکومتونو د لارې پرانيستل غواړي.


پاکستان لور ته کاريګر او سوداګر له حکومت څخه غواړي ترڅو دې له افغانستان سره لار پرانيزي او سوداګرۍ ته ودې ورکولو غوښتنه کوي.

لواړګي کې  کاريګرو او سوداګرو مظاهره کړې او له حکومت څخه د لارې پرانيستل او د هغوی کاروبارونو فعاليدو برخه کې مرستې غوښتنه کړې.

مظاهره کوونکو ويلي، افغانستان لور ته ۴۰۰۰ او پاکستان لور ته ۲۰۰۰ کاريګر دا مهال بې کاره دي او د تورخم ترانزيتي لارې تړلو سره ددوی کار په ټپه ولاړ دی.

مظاهره کوونکي خبردارۍ ورکوي چې لارې پرانيستلو پورې به مظاهرو ته ادامه ورکوي.

اسلام ګل افريدي يادې موضوع ته کتنه کړې او يو رپوت يې چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now