د افغان پوهنتونو پاکستاني زده کوونکي غواړي بيرته افغانستان ته ستانه شي

Pak Afghan border-Torkham

Pak Afghan border-Torkham Source: Supplied

د افغانستان په بيلابيلو زده کړو مرکزونو کې تر ۸۰۰ پاکستاني زده کوونکي زده کړې کوي. بله خوا په تورخم کې محدوديتونو لګولو سره سلګونه همدا زده کوونکي پاکستان کې بند پاتې دي او هغوی ته افغانستان ته تګ اجازه نه ورکول کيږي.


افغانستان د سلګونو پاکستاني زده کوونکو کوربه دی چې دوی ډيره کې د ننګرهار په ګډون کابل او هم ځينو نورو ولايتونو کې په زده کړو بوخت دي.

پداسې حال کې چې د ځينو شميرو له مخه شاوخوا ۶۰۰۰ افغان زده کوونکي پاکستان کې زده کړه کوي ولې بله خوا بيا شاوخوا ۸۰۰ پاکستاني زده کوونکي هم په افغانستان کې په زده کړو بوخت دي.

څه موده مخکې د پاکستان حکومت لخوا تورخم له لارې ځينو افغان زده کوونکو ته اجازه ورکړل شوه ترڅو پاکستان ته بيرته ستانه شي او خپل زده کړې پر مخ يوسي ولې بله خوا پاکستاني زده کوونکو ته تر اوسه اجازه نده ورکړل شوی چې افغانستان ته ستانه شي.

سليمان شاه چې پاکستانی دی او افغانستان کې يې د طب زده کړې کولی وايي، افغانستان کې د زده کړو چارې پيل شوي او د پاکستان حکومت بايد دوی ته اجازه ورکړي ترڅو بيرته خپلو زده کړو ته ستانه شي.

نوموړی د ننګرهار روښان پوهنتون کې طب زده کړېال دی.

نوموړي زياته کړه، سلګونه پاکستاني زده کوونکي چې له افغانستان څخه پاکستان ته راغلي اوس نشي کولی بيرته افغانستان ته ستانه شي.

د افغان پوهنتونو پاکستاني زده کوونکي له خپلو چارواکو غواړي ترڅو دې دوی ته افغانستان ته د تګ اجازه ورکړي.

تاسو ته مو د ګڼو پاکستاني زده کوونکو غږونه راخيستي چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now