پاکستان کې تورن کسان د پوليسو لخوا نيولو وروستيو رسنيو او ټولنيزو رسنيو لخوا مرکه کيږي چيرې چې تورن کسان پرته له حقوقي مشورې له رسنيو سره د پيښې معلومات شريکوي چې دا ډيره کې غير قانوني عمل دی.
د پوليسو لخوا د کسانو نيول او بيا رسنيو او يا ټولنيزو رسنيو کسان راغوښتل او د تورن کس سره مرکې ترسره کول ډير تر سترګو کيږي.
پاکستان کې وکيلان وايي، د تورن کس محکمې ته وړاندې کولو څخه وړاندې مرکو ته مجبورل غير قانوني عمل دی او بايد دا عمل ودرول شي.
ملزم او مجرم پريکړه يوازې محکمې کولی شي او دا بايد پوليس رسنيو له لارې د محکمې پريکړې څخه وړاندې خپاره نه کړي.
پيښور کې زما هممکار د ځينو پيښو مثالونه راخيستي او له کار پوهانو سره يې خبرې کړي چې دا ټول پدې رپوټ کې اوريدلی شئ.



