د پاکستان قبايلو کې د پاکستان پوځ لخوا ترهګرۍ ضد عمليات (ضرب عضب) چې په ۲۰۱۴ کال جون مياشت کې پر مخ واچول شول زرګونه پښتانه يې بې کوره او ډيره کې کورونه او کاروبارونه يې ړنګ شول.
د يادو عملياتو زيانمن شوو کسانو سره د پاکستان حکومت ځيني ژمنې وکړې ولې د بې ځايه شوو کسانو په وينا، حکومت تر اوسه يې ژمنې ندي پوره کړې او بيلابيلو پلمو له مخه لدوی سره مرسته نه کيږي.
د قبايلو بې ځايه شوي کسانو پيښور کې مظاهرې پيل کړي او له حکومت څخه د شوو ژمنو پوره کولو غوښتنه کوي.
زمونږ همکار له يادو مظاهره کوونکو سره خبرې کړي او غږونه يې راخيستي چې تاسې دا ټول بشپړ رپوت کې اوريدلی شئ.




