د پاکستان قبايلو سيمو معيوبينو سره حکومت د مرستې ژمنه کړې ولې تر اوسه دوی ته مرستې ندي رسيدلي.
قبايلو سيمو کې ميشت معلولين له سترو ستونزو سره مخ دي او د ويل شير نه شتون په ګډون د يادو کسانو تعليم او نورو برخو سره هم مرسته نه کيږي.
د معلولينو مدافعين وايي، ځينو کسانو قبايلو کې جګړې وخت کې معلول شوي او تر اوسه ورسره مرسته نده شوې.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له معلولينو مدافعينو او دولتي چارواکو سره مرکې کړي چې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.



