پښتانه د اسټراليا په سرشميرنه کې کومې تيروتنې کوي؟

Census 2021 Japanese Explainer

In early August 2021 households will receive instructions on how to complete the Census. Source: ABS

اسټراليا کې په هرو پينځو کلونو کې سر شميرنه ترسره کيږي او له مخه يې حکومت د اسټراليايي ټولنې يو عمومي انځور رامينځته کوي.


اسټراليا کې په هرو ۵ کلونو کې سر شميرنه ترسره کيږي چې پای کې حکومت او هم ميشتو ټولنو لپاره اړين معلومات وړاندې کيږي.

د اسټراليا ۲۰۱۶ کال سرشميرنه کې د پښتنو شمير ۹۲۲۵ ښودل شوی چې د ځينو پښتنو مشرانو په وينا ياد شمير د پښتنو سم شمير نه څرګندوي او پښتانه لا ډير شمير سره اسټراليا کې استوګنه لري.

حکومت په اسټراليا کې ميشتو مهاجرو ټولنو لپاره ټولنيز او هم ژبنيز خدمتونه د هغوی شمير او اړتياو له مخه وړاندې کوي او په ځينو برخو کې ټولنې خپل وګړو خدمت لپاره له حکومت څخه بوديجه او يا مرسته هم ترلاسه کولی شي.

د سر شميرنې او يا احصايې کار پوه ښاغلی نور احمد خالدي وايي، سر شميرنه يو هيواد او هم ميشتو ټولنو لپاره ډير ارزښت لري، او حکومت همدې معلومات له مخه خپل پراختيايي پروژې پر مخ وړي.

Noor Ahmad Khalidi
Source: Supplied

بله خوا اسټراليا کې سر شميرنه جبري ده او که څوک پکې برخه وانخلي محکمې ته هم وړاندې کيدلی شي او ۲۲۲ ډالر په ورځ کې جريمه کيږي.

د سر شميرنې نيټه ۱۰ د اګيست ټاکل شوی چې تاسې بايد تر هغه نيټه خپل سر شميرنه انلاين او يا فورمې له لارې بشپړ کړئ.

د پښتنو مشرانو سږ کال سر شميرنه کې يو پيغام دی، هغه داچې سر شميرنه کې برخه واخلئ او خپل د کور ژبه پښتوPashto وليکئ.

تاسو ته د سر شميرنې برخې کار پوه ښاغلي خالدي مرکه وړاندې کووم چې دلته يې اوريدلی شئ.

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now