اپلېکېشن د څه لپاره جوړ شوی؟
د اسټرالیا حکومت تمه لري ترڅو د (COVIDSafe) اپلیکیشن وکولای شي د کرونا وېروس قضیې او هغه خلک تعقیب کړي چې له اخته کسانو سره اړیکه نیسي. د یاد اپلیکیشن په مرسته روغتیايي مسولین کولای شي هغه خلک وپېژني چې په کرونا اخته کس سره یې اړیکه نیولي اوسي.
د (COVIDSafe) اپلیکیشن هغه وخت معلومات ثبتوي که چېرې یو کس له بل کس سره له ۱۵ دقیقو ډېر وخت تېر کړي او له یو نیم متر کمه فاصله ولري.
د (COVIDSafe) اپلېکېشن تر لاسه کول داوطلبانه دي خو د اسټرالیا حکومت له ټولو اسټرالیایانو څخه غوښتنه لري ترڅو دغه اپلېکېشن ډاونلوډ کړي ځکه هر څومره ډېر کسان چې له یاد اپلېکېشن سره وصل کېږي په همغه اندازه حکومت کولای شي د یاد وېروس خپرېدل په چټکۍ سره تعقیب کړي.
چارواکي د (COVIDSafe) ډېټا څرنګه او په کومه موخه کاروي؟
د اسټرالیا حکومت غواړي ترڅو د نوي اپلېکېشن په مرسته هغه کسان په چټکۍ سره پېدا کړي چې په کرونا وېروس اخته کس سره یې اړیکه نیولې اوسي. دا پروسه باید د کورنۍ غړو، ملګرو او په ټولنه کې نورو خلکو ته د وېروس د لېږد امکانات کم کړي، پرته لدې چې دوي خبر شي.
د اسټرالیا د ایالتونو او سیمو روغتیايي چارواکي یواځې هغه وخت د یوه کس معلوماتو ته لاسرسی پیدا کولای شي، که چېرې یاد کس په کرونا اخته اوسي او اجازه ورکړي ترڅو د نوموړي له موبایل څخه د هغو کسانو معلومات ترلاسه شي چې ده سره نږدې پاتې شوي.
د (COVIDSafe) اپلېکېشن، د اسټرالیا د حکومت لخوا تایید شوی او یواځې د خلکو اړیکې څاري ترڅو د کرونا وېروس د خپرېدو مخنیوی وکړي. د لا ډېرو معلومات لپاره له دغې پاڼې څخه لیدنه کړئ https://www.health.gov.au/resources/apps-and-tools/covidsafe-app
د (COVIDSafe) اپلېکېشن له ترلاسه کولو وروسته تاسو کوم شخصي معلومات شریکوئ؟
د اپلېکېشن د ډاونلوډ پرمهال، کارونکي باید خپل نوم، عمر، د موبایل نمبر او پوسټ کوډ غوره کړي او تر هغې وروسته یو پیغام ترلاسه کوي ترڅو ډاونلوډ بشپړ کړي.
کله چې د (COVIDSafe) اپلېکېشن دوه کارونکي سره یو ځای شي نو دغه اپلیکیشن د مقابل کس اپلېکېشن پېژني او تر هغې وروسته د ملاقات تاریخ، وخت ، د دواړو کسانو ترمنځ فاصله او دا چې دواړو کسانو څومره وخت یو ځای تېر کړی په دې اړه معلومات ثبتوي.
د اسټرالیا حکومت وايي چې ثبت شوي معلومات د رمز په شکل، د کارونکو په موبایلونو کې ساتل کېږي او چې کله اړتیا ورته پیدا شي نو چارواکي یواځې د کارونکو په اجازه کولای شي لاسرسی ورته پیدا کړي. یاد معلومات د ۲۱ ورځو لپاره د کارونکو په موبایلونو کې ساتل کېږې او تر هغې وروسته په اتومات ډول سره پاکېږې.
کله چې د اپلیکیشن کارونکی په کرونا وېروس اخته شي، څه پېښېږي؟
هر کله چې د (COVIDSafe) اپلېکېشن کارونکی په کرونا اخته شي، تر هغې وروسته د نوموړي په موبایل کې ثبت شوې ډېټا د معلوماتو ساتلو خوندي سیستم ته انتقالېږي. تر هغې وروسته که چېرې کارونکی اجازه ورکړي د ایالتونو او سیمو چارواکي لاندې کارونه کوي:
- هغو کسانو سره اړیکه نیول کېږي چې په کرونا وېروس له اخته کس سره په نږدې اړیکه کې پاتې شوي اوسي
- په راتلونکو پړاونو کې شکمنو کسانو ته د مشورې وړانديز کېږي د بیلګې په توګه:
- څنګه د ملګرو او کورنۍ د غړو د اخته کېدو مخنیوی وکړي
- څنګه او چېرته د کرونا وېروس معاینه وکړي
- روغتیايي چارواکي، د هغه کس نوم نه شریکوي چې په کرونا وېروس اخته شوی اوسيکه تاسو د خپلو معلوماتو د محرمیت په اړه اندیښمن یاست، نو دلته معلومات ولولئ
https://www.health.gov.au/using-our-websites/privacy/privacy-policy-for-covidsafe-app
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید له نورو څخه یو نیم متر فاصله وساتي او د کورنۍ له غړو پرته له دوو څخه زیاتو کسانو سره یوځای نشي.
که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته کولای شئ تاسو په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ.