د نړيوال جام لومړۍ مرحلې لوبې وروستۍ لوبه کې بنګله ديش عمان ته ماتې ورکړه او دويمې مرحلې لوبو ته يې لار وموندله.
افغانستان وشو کولای چې دويم دور لوبو ته لار پيدا کړي او A ګروپ کې به له جنوبي افريقا، انګلستان، سريلانکا او ويسټ انديز سره لوبيږي.
دويم ګروپ يا B ګروپ کې اسټراليا، نيوزيلانډ، هند، پاکستان او بنګله ديش شامله دي.
د هند ۷ ښارونه به د نړيوال جام کوربه وي او و لوبو وروستۍ لوبه يا فاينل به د هند په کلکته ښار کي تر سره کيږي.

د لوبو لړۍ تر ټولو دوه لوبې چې د نړۍ ليدونکي يې ليدو په تمه دي هغه د هند او پاکستان تر مينځ لوبه ده چې راروانې شنبې په ورځ به تر سره کيږي او هم د اسټراليا او نيوزيلاند هيوادو ترمينځ لوبه چې د جمع په ورځ به تر سره کيږي.
د پاکستان او هند تر مينځ په پام کې وه چې لوبه په درهمسالا ښار کې ترسره شي ولې د امنيتي ستونزو له وجې دا لوبه کلکتې ښار کې تر سره کيږي.

افغانستان يو ځل بيا ښه جانس لري ترڅو په نړيوال ډګر کې د پياوړو لوبډلو پر وړاندې تاريخ جوړ کړي.
په پام کې ده چې هند او اسټراليا لوبډلې ښې وځليږي. هند لوبډلې په اسانۍ سره اسيا نړيوال جام وګټلو چې دې سره اوسمهال هند شل اوريزو لوبو په برخه کې د نړۍ تر ټولو پياوړی ټيم دی.
د ويسټ انډير کهريس ګيل به ۲۰ اوريزو اتلولۍ کې شپږم ځل لپار لوبيږي. داچې دی به په لوبه کې پنځوسيزه او يا له هغه ډيري منډې وکړي له نورو ټولو لوبغاړو څخه دده په اړه چانس ډير ليدل شوی.
بله پياوړې لوبډله د جنوبي افريقا ده چې د تيرې ورځې په دوستانه لوبه کې يي هند ته ماتې ورکړه.
اسټراليا هم د شل اوريز جام اتلولي لاسته راوړلو لپاره د فشار لاندې ده ترڅو روانه اتلولي خپله کړي.

د شل اوريز جام يو له اتلو لوبډلو څخه د ويسټ انډيز لوبډله ده چې اوسمهال د ۲۰ اوريزو لوبو په درجه بندی کې دويمه پياوړې لوبډله ده چې په ليسټ کې له جنوبي افريقا او نيوزيلانډ څخه مخکې ده.
د ويسټ انډير کهريس ګيل به ۲۰ اوريزو اتلولۍ کې شپږم ځل لپار لوبيږي. داچې دی به په لوبه کې پنځوسيزه او يا له هغه ډيري منډې وکړي له نورو ټولو لوبغاړو څخه دده په اړه چانس ډير ليدل شوی.
که اسټراليا کې ياست او غواړئ چې لوبې په ژوندی بڼه وګورئ نو فوکس سپورټس Fox Sports ټولې لوبې خپروي او يوازې د اسټراليا لوبې د ۹ چاينل شبکې څخه خپريږي.
دويمې مرحلې لوبې د چهار شنبې په ورځ د هند او نيوزيلانډ هيوادو تر مينځ پيليږي چې بيا په هماغه ورځ به پاکستان له بنګه ديش لوبډلې سره لوبيږي.

