د کريکټ شل اوريز نړيوال جام لومړۍ لوبې رپوټ

۱-په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې نیوزیلنډ هند ته په ۴۷ منډو ماتې ورکړه ۲-هند په خپلو شل اوریزو لوبو کې ترټولو لږ ، ۷۹ منډې وکړې ۳-سپين توپ اچوونکو په لوبه کې نهه تنه لوبغاړي وسوځول ۴-یوازې ایم اېس ډهوني د هند په لوبډله کې ښه توپ وهنه وکړه ۵-پاکستان به نن شپه د بنګلدېش سره مخ کيږي ۶-په بله لوبه کې به ویسټ انډیز د انګلینډ سره لوبيږي

IndiaNZ 6 - PUNIT PARANJPE-AFP-Getty Images

IndiaNZ 6 - PUNIT PARANJPE-AFP-Getty Images Source: Getty Images

 

د نړیوالو شل اوریزو لوبو په لومړنۍ او پرانسته لوبه کې نیو زیلنډ هند ته په ۴۷ منډو قوي ماتې ورکړه

په یوه احساساتي لوبه کې کيوي سپين توپ اچوونکو د هند له توپ وهونکو نه لاره ورکه کړه،  په دې بدليدونکې او اووښتونکې لوبه کې کوربه لوبډله وتوانيده چې په ۱۸.۱ اورونو کې یوازې ۷۹ منډې جوړې کړي په داسې حال کې چې نیوزیلنډيو لوبغاړو ورته د ۱۲۷ منډو هدف ټاکلی وه

په دې ګټنې سره ، نیوزیلنډ ۱۰۰٪ د بریا ځای د هند په مقابل کې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې وساته، او په دې ماتې یې دهند هغه خوب د خاورو سره خاورې کړ چې غوښتل یې  د ټورنمنټ اوه واړه لوبې په خپله ګټه پای ته ورسوي

لکه څرنګه چې تمه کيده  د ناګپور په لوبغالي  کې د کريکټ د مینه والو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته وه، ولې د هندي لوبغاړو د توپوهنې دا ماته د تمې او توقع خلاف وه

PUNIT PARANJPEAFPGetty Imagess
(Photo credit should read PUNIT PARANJPE/AFP/Getty Images) Source: Getty Images

حیرانتیا هلته پیدا شوه چې د  پچې اچونې نه وروسته ویلیمسن اعلان وکړ چې هغه د تیز توپ اچوونکو ټيم سوټهي او ټرینټ باولټ پرځای به درې نور سپينر توپ اچوونکي‌لوبوي.

او دا پرېکړه هلته پرځای وګڼل شوه چې لومړني اوور کې نتهن مککولم وتوانيد د هند تکړه توپ وهونکی شيکهر داون د یو رنځ په کولو سره وسوځوي.

بیا ورپسې د دوه ځوانو سپينرانو وار شو، کومو چې له دې لوبې مخکې یوازې پنځه نورې لوبې کړې وې، ترڅو د هند لوبډلې ته؛ کومه چې د سپينرانو په مقابل کې په ښه لوبيدا مشهوره ده  ددوی په کور کې توپ اچونه وکړي.

دلوبې په دریم اوور کې کيڼ لاسی سپينر ميچل سنټنر وتوانيد چې دوه تکړه هندي لوبغاړي دنورو لوبغاړو څنګ ته وليږي. په دې کې روهيت شرما په اووه توپونو یوازې پينځه منډې جوړې کړې او سورېش راینا په دوو توپونو یوازې یوه منډه وکړه. په دې کې  زړور او مغرور شرما د ویکېټ ساتونکي له خوا سټمپ او سورېش راینا ډېر  په آسانه کيچ شو.

یوراج سينګ ډېر ژر د نورو ملګرو څنګ ته د مککولم له لوري وليږل شو.  هند د ۲۶ منډو په کولو څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وو ولې بیا هم د لوبې د مینه والو د ګټنې تمه په دې وه چې تکړه توپ وهونکی مهيندرا سينګ ډهوني د وېراټ کهولي سره په میدان کې ولاړ وو.

په هغه وخت کې چې هندي لوبغاړو زیار وېسته چې دلوبې کنټرول په خپل لاس کې واخلي وېرات کهولي کوښښ وکړ چې د آي ایس سوډهي په لومړني توپ ډرایو آف خواته توپ ولېږي، شا خواته قپ شو او وسوځيد.

دلوبې په دې وخت کې ، ګومان دا وو چې د نړۍ د لوبو  ستر ګټونکی ایم ایس ډهوني لا هم شته، د هند لوبډلې منځني او وروستي توپ وهونکي ددې جوګه نه وو چې ددې تاوېدونکو توپونو په مقابل کې ژوندي پاتې وای.

لودهیانا برن ایس سوډهي روېندرا، جدیجا د دریو بالونو په لوبولو په صفر منډو وسوځاوه او آر اسوین په شلو توپونو یوازې لس منډې اخېستې وې، چې ۱۸/۳یې په څلورو اوورونو کې کړي وو.

د ډهوني دا مقابله هم ډېره ژر پای ته ورسيده او د نتهن مککولم له لوري د یو ډېر په زړه پورې کيچ په پایله کې د دېرشو توپونو نه  ددېرشو منډو په کولو وسوځيده. او په خپله لوبډله کې یې ترټولو ډېرې منډې جوړې کړې.

PUNIT PARANJPEAFPGetty Imagess
AFP / PUNIT PARANJPE- PUNIT PARANJPE/AFP/Getty Images) Source: Getty Images

د پچې له ګټلو وروسته د نیوزیلنډ لوبډلمشر کېن ویلیمسن پرېکړه وکړه چې اول به توپ وهنه کوي. او د نیوزیلنډۍ لوبډلې ارادې د اول نه‌ښکاره وې چې په لومړني توپ مارټین ګوپټېل توپ مخامخ سکرین ته وليږه.

اشوېن په ځواب کې ګوپټې په دام کې واچاوه ولې کولین مونرو په لومړني اوور کې دیارلس منډې دخپل ټيم په ګټه وکړې.

ولې بیا، د هند توپ اچوونکي اشېش نیهرا په لومړنيو اوورونو کې، کور انډرسن وتوانېد چې د دوه څلوېښت توپونو په لوبولو څلور دېرش منډې جوړې کړي .  په وروستیو اوورونو کې د رونچي یوویشت منډو  د یوولسو توپونو نه چې۷/۱۲۶ منډو هدف یې د هند لوبغاړو ته وټاکه ترڅو لوبه په خپله ګټه تمامه کړي.

ددې غېر متوقعه ماتې له امله په هندۍ لوبډلې ډېر زیات فشار دی چې کله له خپل همېشني رقیب پاکستان، ډېرې قوي لوبډلې آسترالیا او حیرانوونکي بنګلدېش سره په راتلونکو لوبو کې مخ کېږي.

 

نن شپه به لوبه ‌ډېره خوندوره او ګرمه وي:

نن شپه به یوه ډېره ستره شپه وي.  د نن شپې لپاره دوه لوبې ټاکل شوي چې په یوه کې به پاکستان د بنګلدېش په وړاندې په دویم ګروپ کې  لوبېږي ‌او په لومړي ګروپ کې به وېسټ انډیز د انګلستان په مقابل کې لوبه کوي.

د پاکستان او بنګلدېش لوبه به د هند په وخت په دریو بجو، ۸:۳۰ د آسترالیا په وخت وي.

پاکستان به د بنګلدېش په وړاندې لوبه کوي کومې لوبډلې ته چې څو ورځې دمخه په آسیایي لوبوکې په ګونډوشوی وو.

سره له دې چې بنګلدېش به د کلکتې ایډين ګارډین میدان ته له ۱۹۹۰ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د لوبې لپاره ځي چې خپله زړه کارکردګي تکرار کړي، پاکستان یو ستر کار په مخکې لري چې خپل ځانونه ثابت کړي ترڅو په کور ددننه منتقدین غلي او چوپ کړي.

پاکستانۍ لوبډله به په شاهد افریدي ډېره تکیه ولري، اوپکار ده چې سرفراز احمد، شعیب ملک او عمر اکمل د توپ وهنې مهارت وښيي. د توپ اچونې په برخه کې به محمد عامر،وهاب ریاض او محمد عرفان ته د ټولو سترګې دي‌چې خپله وړتیا ثابته کړي.

بل لوري ته بنګلدېش په هندۍ خاوره ډېر ډاډه برېښي، په ځانګړې ډول وروسته له هغې چې تمیم اقبال  وتوانېد په لومړني پړاو کې دعمان په وړاندې سلیزه ووهي. سره له هغې چې د مستفیزالرحمن پوره روغتیا لا هم د تشویش وړ ده، بنګلدېش به د الامین حسین په توپ اچونه ډېره اتکا وکړي څوک چې د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په کتار کې شپږم ځای لري.

 

د انګلستان او وېسټ انډیز لوبه به د هند په وخت په اوه نیمو بجو، او یوه بجه د شپې د آسترالیا په وخت وي.

په بله لوبه کې انګلستان او وېسټ انډیز د ممبۍ په وانخدې سټېډیم کې له یو بل سره مخ کېږي.

وېسټ انډیز لوبې ته له ډېرې تجربې سره راغلی ، په ځانګړې ډول د هند آب او هوا سره ډېربلد دي د آي پي اېل لوبو له امله. د دوی د لوبډلې د اته تنو لوبغاړو عمرونه یې له دېرشو کلونو اووښتي او لکه کرېسګېل غوندې لوبغاړو یې ښوولې چې په هندي میدانونو کې دوی څومره خطرناک کېدلای شي.

بل لوري ته ، انګلستان به د حملېځواب وخت ته په کتو ورکوي ، ایون مورګان یې یاوځنی لوبغاړی دی چې په آی پي اېل کې لوبېدلی او پکې تجربه لري. د انګلستان لپاره به قوي او تېز توپ وهونکي به نن شپه د بریا چانس راوړي.

 

 


7 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil, Mosiqi Acharya, Deeju Sivadas



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now