۲۰۱۹ کال نړيوال جام تمريناتي لوبو کې افغانستان له پاکستان او انګلستان سره لوبې کوي

د ۲۰۱۹ کال کريکټ نړيوال جام لوبو ته يوازې څو مياشتې وخت پاتې.

2019 Cricket World Cup

Source: ICC

د کريکټ نړيوالې شورا د ۲۰۱۹ کال کريکټ نړيوال جام تياريو خبر ورکړی او تمريناتي لوبو مهالويش يې اعلان کړ.

۲۰۱۹ کال کريکټ نړيوال جام د می مياشت په ديرشمه نيټه پيل کيږي.

د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام کې به لس هيوادونه لوبيږي او انګلستان به د يادو لوبو کوربه وي.

د کريکټ نړيوالې شورا رپوټ له مخه د نړيوال جام رسمي لوبو پيل څخه مخکې هر لوبډله دوه تمريناتي لوبې ترسره کوي.

لومړنۍ تمريناتي لوبه د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمينځ د می د مياشتې په ۲۴ نيټه ترسره کيږي.

پاکستان خپله دويمه تمريناتي لوبه بنګله ديش هيواد خلاف پر ۲۶ د می ترسره کوي او بيا افغانستان خپله دويمه تمريناتي لوبه انګلستان خلاف د می د مياشتې په ۲۷ نيټه ترسره کوي.

د ۲۰۱۹ کال کريکټ نړيوال جام کې ، افغانستان، اسټراليا، بنګله ديش، انګلستان، پاکستان، ويسټ اينډيز، سريلانکا، هندوستان، جنوبي افريقا او نيوزيلينډ هيوادونه شامله دي.

۲۰۱۹ کال نړيوال جام به د می مياشتې ۳۰ څخه پيل او پایلوبه به د جولای مياشت په ۱۴ نيټه ترسره کيږي.

د ياد جام لومړني پړاو لوبو کې به افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د اسټراليا خلاف کوي او له هغې وروسته به نورو ټولو لوبډلو سره لوبيږي او پاکستان به خپله لومړنۍ لوبه د ويسټ اينډيز هيواد خلاف ترسره کوي.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now