Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د ۲۰۲۶ کال بوديجه: ګټوونکي او بايلونکي څوک دي؟

د اسټرالیا خزانه دار جیم چالمرز تېره شپه د راتلونکي مالي کال بودیجه وړاندې کړه. د دغې بودیجې دګټونکو او بایلوونکو په اړه دلته معلومات لوستلی شئ.

A stylised image of Anthony Albanese and Jim Chalmers, set against green and red backgrounds, with thumbs-up and thumbs-down symbols.
The Albanese government has handed down its fifth federal budget, outlining the government's revenue and spending for the next four years. Source: SBS / Graphic art by Rosemary Vasquez-brown

د اسټرالیا خزانه دار جیم چالمرز تېره شپه د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ مالي کال بودیجه وړاندې کړه. په اسټرالیا کې مالي کال د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیلېږي او د راتلونکي کال د جون تر ۳۰مې نېټې دوام پیدا کوي.

د بودیجې اسناد د راتلونکي مالي کال لپاره د ۸۳۳.۲ ملیارد ډالرو لګښت په اړه تفصیل ورکوي، چې ۴۷.۵ میلیارد ډالر زیاتوالی ښیي او اټکل کېږي چې بودیجه به ۲۸٫۳ میلیارد ډالر کسر ولري.

د بودیجې ګټونکي او بایلونکي څوک دي؟

ګټونکي

مالیه ورکوونکي

هغه اسټرالیایان چې کارکوي او مالیه ورکوي،"د کارکوونکو اسټرالیایانو د مالیې نوی ۲۵۰ ډالري تخفیف" به ترلاسه کړي، چې د ۲۰۲۷ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه به نافذ شي.

دا پدې معنی ده چې د مالیې کمښت به د ۲۰۲۸ کال د جولای تر میاشتې پورې احساس نشي.

د ټولنیزو خدماتو ډلې وايي چې دا به هغو کسانو سره مرسته ونکړي چې خورا اړمن دي، په شمول د هغو کسانو چې کار نشي کولی یا عاید نلري.

A table titled Australians who won't get the Working Australians Tax Offset
Source: SBS

د کارکوونکو اسټرالیایانو د مالیې تخفیف (WATO) به یو دایمي مالیاتي کمښت وي، چې د ۲۰۲۷ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ به بودیجې ته ۶٫۴ میلیارده ډالر لګښت ولري.

دا به د هغو ۱۰۰۰ ډالري فوري مالیاتي کسرونو سربېره وي چې اسټرالیایان یې د رسیدونو له اړتیا پرته د مالیې له عاید څخه کمولی شي، او دا به د روان مالي کال پرمهال عملي شي.

بودیجه ښيي چې حکومت د میډیکېیر (Medicare) د مالیې حد هم لوړی کړی چې د هغو اسټرالیایانو شمیر یې زیاتوي چې د مالیې په وخت کې له تادیې څخه معاف دي.

د میډیکیر د مالیې حد په لاندې ډول لوړ شوی دی:

  • د مجردو کسانو لپاره له ۲۷٬۲۲۲ ډالرو څخه ۲۸٬۰۱۱ ډالرو ته
  • د متقاعدینو  لپاره له ۴۳٬۰۲۰ ډالرو څخه ۴۴٬۲۶۸ ډالرو ته
  • د کورنیو لپاره له ۴۵٬۹۰۷ ډالرو څخه ۴۷٬۲۳۸ ډالرو ته.

کوچني کاروبارونه

بودیجه به د زیان د انتقال (Loss carry-back) طرحه بیا معرفي کړي، چې له مخې به یې کوچني کاروبارونه وکولی شي په خپلو کاروبارونو کې پانګونه وکړي او که چېرې په تېرو پرله پسې دوو کلونو کې په تاوان کې وي، نو کولی شي د مالیې د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

د بېلګې په توګه، یو رستورانت چې ۱ میلیون ډالر عاید لري، ممکن په ۲۰۲۵–۲۶ مالي کال کې یې ۱۲٬۵۰۰ ډالر مالیه ورکړې وي.

په بل کال کې، کله چې دا رستورانت په نویو تجهیزاتو کې ۶۵٬۰۰۰ ډالر پانګونه وکړي، کولی شي دا لګښتونه د ۱۵٬۰۰۰ ډالره مالیاتي زیان په توګه له عاید څخه کم کړي.

همدارنګه، د هغه مالي کال لپاره هېڅ مالیه نه ورکوي او کولی شي دا زیان د تېر کال له ورکړل شوې مالیې سره وتړي، چې په پایله کې ۳٬۷۵۰ ډالره مالیه بېرته ترلاسه کړي او دا پیسې بیا په خپل کاروبار کې وکاروي.

لوی عمر لرونکي / زاړه اسټرالیایان

د لوی عمر لرونکو یا زړو د پاملرنې د ۳.۷ میلیارد ډالري کڅوړې په چوکاټ کې به ۵۰۰۰ نوي د بسترونه جوړ شي.

نوې سبسایډي به د زړو د خدمتونو وړاندې کوونکو ته اجازه ورکړي چې د استوګنې نور ځایونه جوړ کړي او د ډیمنشیا ناروغانو لپاره د پاملرنې ځانګړې څانګې هم زیاتې کړي.

همدارنګه د لوی عمر لرونکو د استوکنیزو مرکزونو د کیفیت د ښه کولو پر موضوع هم تمرکز شوی چې په کې د نظارتي مقرراتو پیاوړتیا هم شامله ده او د دې لپاره ۵۶۵ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.

کډوال مسلکي کارکوونکي 

د حکومت د کاري مهارتونو د ارزونې او د مسلکي جوازونو د پروسې د چټکولو له امله به هر کال ۴٬۰۰۰ نور مسلکي کارکوونکي بازار ته د ننوتلو وړ شي.

تمه کېږي چې دا به د کار بازار ته د داخلېدو وخت لږ تر لږه ۶ میاشتې را کم کړي.

بایلونکي

اقتصاد

د حکومت تازه اټکلونه ښيي چې د کورني ناخالص تولید (GDP) وده به په راتلونکو درېیو کلونو کې کمه او ورو وي.

د اسټرالیا خزانه دار جیم چالمرز، د اقتصادي ودې د ورو کېدو یوه برخه چې په راتلونکي مالي کال کې ۰.۵ سلنه کمه اټکل شوې ده، د منځني ختیځ د جګړې له امله د بیو د فشارونو سره تړلې بللې ده.

د خزانې وزارت اوس اټکل کوي چې انفلاسیون به د کال په منځ کې شاوخوا ۵ سلنې ته لوړ شي.

سفر کوونکي

هر هغه څوک چې له اسټرالیا څخه بهر سفر کوي، د الوتنې یا کښتۍ د ټکټ لپاره به لوړ مالیات ورکړي.

د مسافرو د تګ راتګ فیس (Passenger Movement Charge) به له ۷۰ ډالرو څخه ۸۰ ډالرو ته لوړ شي.

دا به د ۲۰۲۷ کال له لومړۍ ورځې عملي شي او د بودیجې لپاره به په راتلونکو کلونو کې ۷۵۵ میلیون ډالر عاید زیات کړي.

بهرني پانګه‌وال

حکومت د بهرنیو پانګوالو لپاره په اسټرالیا کې د کورونو اخیستلو لنډمهاله بندیز غځوي.

دا دوه کلنه پالیسي چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه نافذه شوې، اوس به د ۲۰۲۹ کال د جون تر ۳۰مې د اجرا وړ وي.

حکومت اټکل کوي چې د دې بندیز له امله به په روان او راتلونکو مالي کلونو کې شاوخوا ۱۸۵ میلیون ډالر د بودیجې عاید کم شي.

د ټرسټ ترلاسه کوونکي

د ۲۰۲۸ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه به هغه اسټرالیایان چې د ټرسټونو له لارې سرمایه‌یي ګټه ترلاسه کوي، لږ تر لږه ۳۰ سلنه مالیه ورکړي.

دا بدلونونه د دې لپاره دي چې د مالیې د نرخ هغه توپیرونه کم کړي چې کله ټرسټونه پر څو ګټه اخیستونکو وویشل شي رامنځته کېږي.

د ځینو مالیه ورکوونکو لپاره استثناوې هم شته چې په کې هغه کسان شامل دي چې ټرسټونه د خپل اصلي عاید لپاره کاروي، لکه بزګران.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


6 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Ewa Staszewska

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now