ملبورن ښار کې کډوالو لپاره حق غوښتونکي۴۳،۰۰۰ ډالر جريمه شول

د اسټراليا ملبورن ښار کې د کډوالو مدافعينو د هغه هوټل مخې ته مظاهره وکړه چيرې چې کډوال بند دي او د هغوی خوشې کولو غوښتنه يې کوله، ولې پوليسو دا مدافعين ۴۳ زره ډالر جريمه کړي. .

د اسټراليا ډيرو ايالتونو کې ګرځبند او ټولنيز واټن تر نامه لاندې سخت قوانين مخې ته وړل کيږي او سر غړوونکي له درنو جريمو سره مخ کيږي.

څو ورځي وړاندې له ۱۰۰۰ ډيرو ډاکټرانو يو ليک لاسليک او له کورنيو چارو وزير څخه د کډوالو خوشې کولو غوښتنه وکړه، ولې حکومت د هغوی غوښتنه رد کړه.

نن بيا يو ډله د کډوالو مدافعينو د هغه هوټل مخې ته مظاهره وکړه کوم  کې چې کډوال او پناه غوښتونکي لنډمهاله ساتل کيږي.

مظاهره کوونکو د يادو کډوالو خوشې کولو غوښتنه کوله.

بله خوا پوليسو د ټولنيز واټن قانوني له مخه ۲۶ مظاهره کوونکي ۴۳ زره ډالر جريمه کړل.

پرون مظاهره کوونکو د موټرو کتار جوړ او پرې جنډې زړولې وې او د کډوالو خوشې کولو غوښتنه يې کوله، مدافعينو ويل، که چيرې دا کډوال خوشې نشي نو پر کرونا ويروس به مبتلا شي.

بله خوا د مظاهره تنظيم کوونکي ويلي، دا مظاهره موټرو کې ناستو مدافعيون ترسره کړې او ټولنيز واټن قوانين يې مراعت کړي.
يو له مدافعيونو څخه د refugee action collective ادارې څخه Lucy Honan ده کوم چې د ويکټوريا ايالت پوليسو لخوا جريمه شوې.

اغلې وايي، مونږ د پالنې، او يا همدردی له مخه راوتي يو او دا د شته قانون سرغړونه نه شميرل کيږي.
د ويکټوريا ايالت پوليسو اس بي اس شبکې ته وويل، ۲۶ کسان نقدي جريمه شوي او درې کسانو ته يې بيا ترافيکي قانون ماتونې جريمه هم ورکړل شوې.

د يادې مظاهرې تنظيم کوونکی Chris Breen له مظاهرې يوه ورځ مخکې ونيول شو و اګيسټ مياشت کې محکمې ته وړاندې کيږي.
Refugees and asylum seekers inside the Mantra Hotel in Melbourne.
Refugees and asylum seekers inside the Mantra Hotel in Melbourne. Source: Video



شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Jarni Blakkarly, Abdullah Alikhil
سرچینه: SBS News

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service