اسټراليا وشو کولی چې په شل اوريز نړيوال جام کې پاتې شي، بايد له عثمان خواجه او اډم زمپا څخه مننه وشي. يادو دوو ځوانو لوبغاړو وشو کولی چې اسټراليا ته د بنګله ديش پر وړاندې برۍ ورپه برخه کړي. که چيرې اسټراليا ياده لوبه له بنګله ديش هيواد څخه نه وای ګټلې نو د اسټراليا لوبډلې راتلونکی له خطر سره مخيده.

اډم زيمپا ۲۳ منډې ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول او بيا بله خوا اسټراليايي توپ وهونکی عثمان خواجه ۴۵ توپونو باندې ۵۸ منډې جوړې کړې چې دواړو اسټراليا ته بری ورپه برخه کړ.
يادو ځوانو لوبغاړو په اړه ځيني په زړه پوري معلومات
عثمان خواجه چې پاکستان کې زيږيدلی يو پيلوټ دی او خواجه لومړنی مسلمان لوبغاړی دی چې په ۲۰۱۱ کال کې اسټراليا لپاره ټيسټ لوبه کې ولوبيده.
اډم زمپا د اسټراليا نيوساوت وئيلز ايالت کې زيږيدلی چې په کال ۲۰۱۲ کې ايالتي لوبو کې ولوبيده او په ۲۰۱۳ کې جنوبې ايالت ته يې لوبه کول پيل کړل.


