د آسټراليا او افغانستان ترمنځ ډيپلوماټیکې اړيکې ۵۶ کلنې شوې

افغانان په آسټرالیا کې له ۱۶۵ کلونو اوږد تاریخ لري، مګر د دواړو هېوادونو ترمنځ ډيپلوماټیکې اړیکې په ۱۹۶۹م کال کې ټینګې شوي.

AFG-AUS.jpg

Credit: Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan

 د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.

په کنبرا کې د افغانستان سفارت وايي چې د آسټرالیا لومړني سفیر، لوییس اچ بورد، د ۱۹۶۹ کال د مارچ په ۳۰مه نېټه په رسمي ډول خپل باورلیک د افغانستان حکومت ته وړاندې کړی.

شاوخوا ۹ کاله وروسته، د ۱۹۷۵ کال د مې په لومړۍ نیټه، ډاکټر علي احمد پوپل، په کنبرا کې خپل باورلیک د آسټرالیا ګورنرجنرال ته وړاندې کړی او په آسټرالیا کې یې د افغانستان د لومړي غیر حضوري سفیر په توګه دنده پیل کړې.

ښاغلی پوپل چې په جاپان کې د افغانستان سفیر هم و، له توکیو څخه به یې چارې پرمخ وړې.
په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې "په ۱۹۷۴ کال کې افغانستان ته د آسټرالیا د ګورنر جنرال جان کر" له سفر وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته لاره هواره شوې ده.

د سفارت په اعلامیې کې راغلي: "د دې ځمکني سفر په جریان کې چې د تورخم له لارې ترسره شوی، هغه [جان کر] له شاهي نظام وروسته د افغانستان له لومړي ولسمشر سردار محمد داوود سره لیدلي او د اړیکو په پیاوړتیا یې خبرې کړي"

"له بده مرغه، د اړیکو دا پړاو په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي له یرغل وروسته ودرېد چې د ډیپلوماتیکو اړیکو د ځنډېدو لامل شو."

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته، محمود صیقل په آسټرالیا کې د افغانستان د لومړني مېشت سفیر په توګه وټاکل شو. ښاغلي صیقل تر ۲۰۰۵ کال پورې په آسټرالیا کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
په دغې اعلامیې کې همدا راز راغلي: "د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ اړیکې له ۲۰۰۱ کال وروسته ژورې شوې. د لوړې کچې لیدنې او ډیپلوماټیکې تبادلې د افغانستان لپاره د آسټرالیا د دوامداره ملاتړ یوه نښه وه، هغه ملاتړ چې په ګډو ارزښتونو ولاړ دی."

"د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، د آسټرالیا د حکومت او دغې ډلې ترمنځ رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې وځنډول شوې"

" آسټرالیا د طالبانو رژیم په رسمیت نه پیژني."

"په کنبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د ۱۹۶۱ کال د ویانا د ډیپلوماتیکو اړیکو له کنوانسیون سره سم خپل فعالیت ته دوام ورکوي او د طالبانو له رژیم څخه په خپلواکه توګه د افغانانو د ګټو خدمت او دفاع ته دوام ورکوي."
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service