SKIP TO MAIN CONTENT

يو کس د مکه معظمه الحرم جومات دروازې سره خپل موټر جنګولی

يو موټر چلوونکي د مکه الحرم جومات دروازې سره خپل موټر جنګولی ولې يادې پيښه کې چاته زيان ندی رسيدلی.

Driver rams car into gate of Mecca's Grand Mosque
Source: Supplied

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Skip to article content

ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې ويډيو کې ليدل کيږي چې يو موټر د مکه الحرم ستر جومات دروازې لور ته موټر تيز سرعت سره چلوي ولې مخکې لدې چې ياد کس د مکه جومات ته داخل شي موټر يې دوازه کې بنديږي.

سعودي رسنيو خبر له مخه ياده پيښه کې چاته زيان ندی رسيدلی.

د پيښې ځای کې ليدل کيږي چې ډير شمير خلک له موټر څخه راتاو دي او د ياد موټر له جومات څخه لرې کولو کوښښ کوي.

پوليسو د موټر ډريور نيولی او له ياد کس څخه پلټنه روانه ده، موټر چلوونکی د سعودي عرب اوسيدونکی دی او د ياد هيواد تابعيت لري.

د مکه الحرم جومات د کرونا ويروس وبا له امله مياشتو لپاره تړل شوی وه او پدې وروستيو کې لږ شمير مسلمانانو ته په ياد جومات کې لمونځ کولو اجازه ورکړل شوې.

 


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now