د پاکستان حکومت بې اسناده افغان کډوالو ته د اکټوبر د میاشتې تر پایه پورې وخت ورکړی وه ترڅو له یاد هېواد څخه ووځي. د ورکړل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته، پاکستان د افغان کډوالو ډله ایز اخراج پیل کړی دی.
په داسې حال کې چې افغان کډوال افغانستان ته زور استول کېږي، پاکستان کې د افغان کډوالو یوې ډلې د آسټرالیا لومړي وزیر، انتوني البنیزي او د دغه هېواد پارلمان ته یو پرانستی لیک کې استولی دی.

نوی لیک د یو شمېر داسې افغان کډوالو لخوا استول شوی چې اوسمهال په پاکستان کې د آسټرالیا ویزو ته په تمه دي.
د آسټرالیا لومړي وزیر او پارلمان ته په استول شوي لیک کې راغلي: "زموږ د ماشومانو په ګډون هر یو د اوسني روان کړکېچ له امله ویره لري."
"د آسټرالیا ژباړونکي او محلي کارمندان له خپلو کورنیو او ماشومانو سره په بې صبرانه ډول د خپلو غوښتنلیکونو ارزونې ته به تمه دي."
" د دغو درخواست کوونکو یو لوی شمېر یا پاسپورتونه نلري یا د دوی ویزې پای ته رسیدلي او د تمدید ډیر لږ چانس لري."
په پاکستان کې د آسټرالیا ویزو ته په تمه افغان کډوال، د آسټرالیا له لومړي وزیر، انتوني البنیزي او د دغه هېواد له پارلمان څخه د بېړنۍ مرستې او ملاتړ تمه لري.
په لیک کې راغلي ترڅو د آسټرالیا د ویزو لپاره د دوي غوښتنلیکونه ژر ته ژره و ارزول شي.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.