اسټراليا کې د کويډ-۱۹ مخنيوي لپاره د نورو تدابيرو ترڅنګ له بهر څخه راغلي مسافر که هغه اسټراليايان وي او يا بهرني هغوی اړ دي ترڅو ۱۴ ورځو لپاره هوټلونو کې ځانونه قرنطين کړي او له وروستی معاينې وروسته بيا دا کسان که چيرې د کرونا ويروس ونه لري له هوټل څخه ټولنې ته خوشې کيږي.
د نړيوالو ديپلوماتيکو اصولو له مخه د يو هيواد ديپلومات که بل هيواد ته سفر کوي هغه هوټل کې له قرنطين څخه معاف وي معنی داچې ديپلوماتان هوټولونو کې نه قرنطين کيږي.
اسټراليا کې لدې وړاندې هم د ځينو ديپلوماتانو قرنطين نه کولو سره هغوی کې د کرونا ويروس موندل شوی وه او يادې مسلې ديپلوماتيکو اصولو ته بيا کتنې پر سر بحثونه راپارولي ولې بيا وروستی پيښه افغانستان سره تړلې ده.
يو کس چې ديپلومايک پاسپورټ لري او افغانستان کې د امنتيت برخې قراردادي دی له افغانستان څخه راتګ سره يې د اسټراليا بهرنيو چارو وزارت تر اعنوان لاندې يو ليک ترلاسه کولو وروسته له قرنطين کيدو څخه ځان معاف کړی.
ياد کس له افغانستان څخه د اسټراليا سيدني ښار ته او بيا له سيدني څخه بريزبن ښار ته الوتکه کې سفر کولو وروسته بيا خپل موټر کې د کوينزليند ايالت تاومبا ښار ته سفر کړی.
ياد کس چې ځان يې ديپلومات معرفي کړی له هغه وروسته د چارواکو پام ځانته واړوه کله چې نوموړي کې د کرونا ويروس تصديق وشو.
د اسټراليا بهرنيو چارو وزارت ويلي، ياد کس چې له افغانستان څخه اسټراليا ته راغلی د ياد وزارت لخوا ورته د معافيت ليک ندی ورکړل شوی.
بله خوا لومړيو رپوټونو کې ويل کيده چې ياد کس د اسټراليا قونسلي برخې کار کوونکی دی ولې وروسته وموندل شوه چې نوموړی د امنيتي برخې قراردادي دی.
د کوينزليند صدر اعظمې اناستيزا پالاسيک د يادې پيښې پلټنې امر کړی ترڅو معلومه کړي چې ايا ياد کس سره ليک جعلي وه او که نه.
ياد کس چې شاوخوا ۲۰ کاله عمر لري افغان ديپلومات ندی.
د کوينزليند ايالت صدراعظمه وايي، د بهرنيو ديپلوماتانو اسټراليا ته راتګ او بيا دهوټل قرنطين څخه معافيت ترلاسه کولو مسلې ته بايد يو ځل بيا کتنه وشي.