د بریټانیا د شهزاده هري، هغه څرګندونې تر نیوکو لاندې راغلي چې په افغانستان کې یې ۲۵ طالب جنګیالي وژلي ډي

شهزاده هري په خپل کتاب کې لیکلي چې ۲۵ طالب جنګیالي یې په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال د شطرنج د دانو په څېر په نښه کړي او له منځي وړي دي.

A man standing in front of a military helicopter.

د بریټانیا د شهزاده هري، هغه څرګندونې تر نیوکو لاندې راغلي چې په افغانستان کې یې ۲۵ طالب جنګیالي وژلي ډي Source: AAP, AP / Sgt B E Pearce

د بریټانیا شهزاده هري چې د اپاچي چورلکې پیلوټ وه، په خپل کتاب کې ادعا کړې چې ۲۵ طالب جنګیالي یې په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال د شطرنج د دانو په څېر په نښه کړي او له منځي وړي دي.

د نوموړي دغه خبرې د طالب چارواکو او د بریټانیا د پوځي مامورینو له نیوکو سره مخ شوي دي.

د پوځ پخواني افسر ډګروال ریچارډ کیمپ، بي بي سي سره په خبرو کې هغه ادعا رد کړې چې سرتیري هڅول شوي وو ترڅو په هغه توګه جګړې ته وګوري چې شهزاده هري لیکلي دي.

Books Prince Harry
د بریټانیا د شهزاده هري د کتاب انځور Credit: AP

ښاغلی کیمپ وايي فکر کوي شهزاده هري غلط دی چې په خپل کتاب کې وايي، یاغیاتو ته په حقیقت کې د غیر انساني یا فرعي شیانو په سترګه کتل کیده او لکه څنګه چې د شطرنج دانې له منځ وړل کېږي.

" زه فکر کوم هغه غلط دی کله چې هغه په خپل کتاب کې وايي چې یاغیانو ته په حقیقت کې د غیر انساني یا فرعي انسانانو په سترګه کتل کېده."

" دا داسې نه ده او دا هغه طریقه نه ده چې برتانوي پوځ خلک روزي لکه څنګه چې هغه ادعا کوي."

Prince Harry and Meghan Markle's Australia tour
د بریټانیا شهزاده هري او د هغه میرمن میګن مرکل Source: AAP

د شهزاده هري لخوا د ۲۵ طالب جنګیالیو د وژلو ادعا د طالب چارواکو له غبرګون سره مخ شوې ده.

د طالبانو یوه جګپوړي غړي، انس حقاني په خپل ټوېټر باندې په څو بیانونو کې هري ته په خطاب ویلي، کوم کسان چې تاسو د شطرنج د دانو په څېر په نښه او له منځه وړي انسانان وو، کورنۍ یې درلودې او د هغوی د ورستنېدو انتظار یې ایست.

"حقیقت هغه څه ده چې تاسو ویلي؛ زموږ بی ګناه خلک ستاسو عسکرو، نظامي او سیاسي مشرانو ته د شطرنج ټوټې وې."

A man sitting on an armoured vehicle.
شهزاده هري د افغانستان په هلمند ولایت کې Source: AAP, Press Association / John Stillwell

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now