د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.
د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې ۵ میلیون ډالر به د ملګرو ملتونو سازمان شریکاتو ته "دا وړتیا ورکړي چې افغان ښځو او نجونو ته خدمات وړاندې کړي".
د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ویلي چې آسټرالیا د هغو افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي چې "د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو او ناوړه ګټه اخیستنو په وړاندې یې نه هیریدونکې زړورتیا ښودلې ده."
د آسټرالیا د نړیوالې پراختیا وزیر، پیټ کانروی ویلي، پوهېږي چې "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وضعیت په ځانګړي ډول خراب دی" او ویاړي چې "د افغان ښځو او انجونو لپاره د مهمو روغتیايي خدماتو د چمتو کولو" ملاتړ کوي.
هغه وايي: "په بیړنیو بشري حالتونو کې د ښځو او انجونو ساتنه د هغې بشري پالیسۍ یوه مرکزي ستنه ده چې موږ په ۲۰۲۴ کې خپره کړه."
"موږ به په خپله سیمه او په نړیواله کچه د بشري اړتیاوو لرونکو خلکو د ملاتړ لپاره خپل رول ته دوام ورکړو."
د جمهوریت له سقوط وروسته د طالبانو لخوا پر افغان ښځو یو زیات شمېر محدودیتونه لګول شوي دي. اوسمهال له شپږم ټولکي پورته افغان انجوني د تعلیم او کار حق لري نه لري او د سفر پرمهال باید له ځان سره محرم ولري.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

