د آسټرالیا په اډېلېډ ښار کې یو شمېر افغانان د پښتنو له قومي جرګې (پښتون قامي عدالت) څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د دغې جرګې د بریا لپاره یې دعاوې کړې دي.
په اډېلېډ کې د افغانانو د ټولنې غړي، کریم الله همدرد اس بي اس پښتو ته ویلي چې په دغه غونډه کې د اډېلېد ښار مخورو مشرانو او یو شمېر ځوانانو کډون کړی و.
ښاغلي همدرد ویلي چې د پښتونخوا ولس له تېرو ۷ لسیزو راهیسې ډېرې قربانۍ ورکړي او د" پوښتنې یې څوک نشته".
هغه زیاته کړې: "د باچا خان له عدم تشدد څخه رانیولې تر اوسه پورې دې ولس خپل حق ندی ترلاسه کړی او قرباني ورکوي."
د پښتنو قومي جرګه تېره ورځ په رسمي ډول پیل شوه او نن د شاوخوا ۸۰ کمېټو د غړو ترمنځ بحثونه روان دي.د پښتون ژغورنې غورځنګ څېړنیز راپور ښيي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۷۶۵۸۴ پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي او په همدې مودې کې ۵ میلیونه او ۷۰۰ زره کسان بې کور شوي او شاوخوا ۶۷۰۰ پښتانه لادرکه دي.
د دغه غورځنګ لخوا راټول شوي معلومات ښيي چې ترټولو زیات کسان په خیبر کې وژل شوي، په کوم ځای کې چې اوسمهال د پښتنو قومي جرګه روانه ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین رسنیو ته ویلي چې نن (یکشنبه) د جرګې وروستی پړاو روان دی او د دغې جرګې پایلې به اعلان شي. ښاغلي پښتین ویلي چې د جرګې فیصله د ټولې نړۍ "طاقت" نشي بدلولی.
