د آسټرالیا د بېګ باش لیګ دیارلسم پړاو سیالۍ د روان کال، د ډسمبر د میاشتې په ۷ نېټه پیلېږي.
د آډېلېډ سټرایکرز لوبډله یو ځل بیا په دې وتوانېدله ترڅو راشد خان له ځان سره وساتي.
راشد خان له تېرو شاوخوا ۷ کلونو راهیسې د آسټرالیا د بېګ باش لیک په سیالیو کې لوبېږي.
د روان کال په جنورۍ میاشت کې د آسټرالیا کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند له امله یې د افغانستان له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې لغوه کړي دي.
د آسټرالیا د کرېکټ بورد له دغې پرېکړې وروسته، د افغانستان د کرېکټ یو شمېر لوبغاړو یاده پرېکړه وغوندله او د آسټرالیا له کرېکټ بورډ څخه یې وغوښتل ترڅو خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د آسټرالیا د کرېکټ بورډ، د پرېکړې په غبرګون کې راشد خان ویلي وه چې افغانستان د کرېکټ په ډګر کې بریالی سفر کړی دی، مګر دغسې پرېکړې به افغانستان د کرېکټ په برخه کې بېرته شاته بوځي.

نوموړي همدا راز ګواښ کړی وه چې نه غواړي په بېګ باش لیګ کې په لوبېدو سره خلک ناراحته کړي.
په هغه وخت کې راشد خان پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وه: "که له افغانستان سره لوبه کول د آسټرالیا لپاره دومره نارامه کوونکي وي، نو زه هم نه غواړم چې په بېګ باش لیګ کې په خپل موجودیت سره څوک ناراحته کړم. نو زه به په دې سیالیو کې د خپلې راتلونکې په اړه په جدي فکر وکړم."

