د آسټرالیا د بګ باش سیالۍ له ۲۰۱۱ کال را پدېخوا هر کال د ۸ ټیمونو تر سره کېږي.
د بګ باش روانې سیالۍ د ډسمبر د میاشتې پر ۱۳ نېټه پیل شوي او د راتلونکي ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ تر نېټې به دوام ولري.
تېره شپه، د دغو سیالیو پنځمه لوبه، په سیډني ښار کې د اډېلېډ سټرایکز او سیډڼي تندر لوبډلې ترمنځ لوبه ترسره شوه.
د ايډليډ سټرایکرز لوبډلې په شلو اورونو کې د ۱۴۰ منډو هدف و ټاکه، مګر د سيډني تندر ټول لوبغاړي په ۵.۵ اورونو کې و سوځېدل او یوازې ۱۵ منډې یې جوړې کړې.
د کرېکټ د شل اوریزو سیالیو په تاریخ کې ۱۵ منډې، په یوه لوبه کې تر ټولو کمې منډې دي، تر دې وړاندې د بګ باش په سیالیو کې ترټولو کمې ۵۷ منډې ثبت شوې وې.
د آسټرالیا د بګ باش په سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د آډېلېډ سټرایکرز او فضل الحق فاروقي د سیډني تندر لوبډلې لوبغاړی دی.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

