"له نړيوالې ټولنې څخه پنځه غوښتنې": په کنبرا کې د افغان ښځو د حقونو لپاره غونډه جوړه شوه

د غونډې ګډونوالو د افغان ښځو د مقاومت او زغم ستاینه کړې او له نړیوالې ټولنې یې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

495375141_1083497997136336_6099628172598497312_n.jpg

Credit: Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan - Canberra

د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.

د آسترالیا د ملي پوهنتون (Australian National University) د جندر انسټیټیوټ او د "ازادي زن" موسسې په ګډ نوښت، په کنبرا کې یوه غونډه جوړه شوه چې موخه‌ یې د افغان ښځو د حقونو ننګونې مطرح کول او نړیوالو ته د پيغام رسول و.

په دې غونده کې په آسټرالیا کې د افغانستان سفیر، وحیدالله ویسي، د افغان مخکښو ښځو د موسسې مشرې، مریم زاهد، د آسټرالیا د ملي پوهنتون استاد، پروفیسور ویلیام مېلي او د آسترالیا ملي پوهنتون د جندر انسټیټیوټ مشرې پروفیسور فیونا جینکنز ګډون کړی و.

په غونډه کې "د افغان ښځو د حقونو د پرمختګ" راپور وړاندې شو او د دغه راپور د بېلابېلو اړخونو د څېړلو ترڅنګ، د نړیوال ملاتړ د پیاوړتیا د لارو چارو په اړه بحث وشو.
په آسټرالیا کې د افغانستان سفیر، وحیدالله ویسي دغې غونډې ته د وینا پرمهال د افغان ښځو د مقاومت او زغم ستاینه کړې او ویلې یې دي چې په افغانستان کې روان حالت د "جنسیتي اپارتاید" یو څرګنده بیلګه ده.

ښاغلي ویسي وویل: "د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط راهیسې، افغان ښځې په سیستماتیک ډول له ټولنې څخه ایستل شوي او د دوی له اساسي حقونو څخه محرومې شوې دي."

"دا د جنسیت پر بنسټ د توپیري چلند تحمیل دی - د جوړښتي تاوتریخوالي یوه بڼه چې له عامه ژوند څخه د ښځو لرې کولو، د هیلو د خاموشولو او د ملت د نیمایي برخې د غیر مشروع کولو لپاره ډیزاین شوې ده."

"خو، د دې تیارو په منځ کې، رڼا شته، انعطاف شته، مقاومت شته او دا هغه څه دي چې نن موږ دلته سره راټولوي."
د افغانستان سفیر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر "اصولو ولاړ دریځ " غوره کړي. هغه ویلي چې دا اصول باید پنځه اساسي ټکي ولري: له طالبانو سره مشروط تعامل، د ښځو حقونو بیا ر اژوندي کول، ټول‌ګډونه سیاسي خبرې، د خلکو پر بنسټ بشري ملاتړ، او له نړیوالو عدلي او قضايي مراجعو سره د عدالت تعقیب.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان راتلونکې باید د یوې واحدې وسله والې ډلې لخوا و نه ټاکل شي چې خپل خلک له پامه غورځوي، خپل اساسي قانون ته درناوی نه کوي، او نړیوال نورمونه تر پښو لاندې کوي."

"که څه هم د دې پیچلي بحران په حل کې ښکیلتیا اړینه ده، خو دا باید د عدالت، شمولیت او د افغانانو د بنسټیزو حقونو په بیه نه وي - په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو."
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service