اسلام آباد کې د افغانستان سفير لور تښتول شوې

د افغانستان سفير لور په پاکستان کې د نا معلومو کسانو لخوا تښتول شوې.

Afghanistan Pakistan flags

Source: geotv

د افغانستان سفير لور په پاکستان کې د نا معلومو کسانو لخوا تښتول شوې.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بيان کې ويل شوي, پاکستان کې د افغانستان سفير نجيب الله علي خيل لور نا معلومو کسانو تښتولو وروسته سخته شکنجه شوې.

په اعلاميه کې راغلي اسلام اباد کې د افغان سفير لور سلسله علي خيل کور ته په لار روانه وه چې نا معلومو کسانو لخوا وتښتول شوه او بيا له شکنجې وروسته نوموړې بيرته خوشې شوې.

نوموړې دا مهال روغتون کې درملنې لاندې ده.

افغان حکومت وايي، ياد عمل په کلکو ټکو غندي او په پاکستان کې خپل  ديپلوماتيک ماموريت او د هغوی کورنۍ غړو خونديتوب لپاره ژوره انديښنه لري.

له پاکستان حکومت څخه غوښتنه شوې ترڅو د نړيوالو قوانيونو په ر‌ڼا کې د افغان سفارت او قونسلګري کار کوونکو او د هغوی کورنيو غړو امنيت تامين کړي.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د يادې پيښې عاملينو پيدا کولو په برخه کې له پاکستان بهرنيو چارو وزارت سره په اړيکه کې دی او د عاملينو ژر نيولو او قانون ته سپارلو غوښتنه کوي.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now