Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

افغان اسټراليايي سعيد نوري په عمري بند محکومه شو

سعيد نوري د ۲۰۱۷ کال ډيسمبر مياشت کې د اسټراليا ملبورن ښار زړه کې عام خلک په موټر ووهل او له امله يې ګڼ شمير کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

Afghan Australian Saeed Noori is accused of driving into pedestrians on Flinders Street
Afghan Australian Saeed Noori is accused of driving into pedestrians on Flinders Street Source: The Daily Telegraph

سعيد نوري افغانستان کې زيږيدلی او له خپلې کورنۍ سره د کډوال په توګه په کال ۲۰۰۴ کې اسټراليا ته کډوال شوی او دا مهال د اسټراليا تابعيت لري.

 سعيد نوري اسلامي دولت نومې ترهه ګرې ډلې سره خواخوږي هم لرله.

سعيد نوري ۲۰۱۷ کال وروستيو کې ملبورن ښار زړه کې پر عامو خلکو له موټر سره بريد وکړ چې پای کې يې يو کس ووژل شو او ۱۵ نور ټپيان شول.

نن د ويکټوريا ايالت سترې محکمې نوري ته د عمر قيد سزا واوروله او دا امر يې هم وکړ چې سعيد نوري به ۳۰ کاله زندان کې تيروي مخکې لدې چې ورته ضمانت له لارې ازادي ورکړل شي.

د سترې محکمې قاضي Elizabeth Hollingworth وويل چې له نيکه مرغه د نوري بريد کې لا ډيرو خلکو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

۳۷ کلن سعيد نوري له بريد وروسته د پوليسو لخوا ونيول شو ولې پوليس ادعا کوي چې نيولو وخت کې سعيد نوري د الله اکبر نارې وهلې.

سعيد نوري باندې يو د وژنې جرم او ۱۱ نور جرمونه چې له امله يې خلک ټپيان کړي او هم ۵ نور جرمونه داسې ول چې نوري کوښښ کړی ترڅو د يادو پينځو کسانو ژوند واخلي دا جرمونه پرې ثابت شوي.

د سعيد نوري وکيل ادعا کړې وه چې سعيد ذهني تکليف لري او له يادې پيښې څخه وړاندې يې اوه ورځې روژه نيولې وه.

Mlebourne Car Incident
Source: AAP

د سعيد نوري له کمپيوټر او ميموري چيپ څخه بهر کې د ترهه ګريزو بريدونو ويډيوګانې موندل شوې، د سعيد کمپيوټر او ميموري چيپ کې د اسلامي دولت نومې ډلې ويډيوګانې او نور موادو هم شتون درلود او ماهرين وايي چې سعيد تر يو حده سخت دريځه شوی وه.

سعيد نوري ته سزا اورولو وخت کې په محکمه کې د هغه ملاتړي او کورنۍ غړي موجود وه او له سزا اورولو وروسته هغو ته لاس خوځولو وروسته له کوټې څخه وويستل شو.

 

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now