SKIP TO MAIN CONTENT

د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو د همکارۍ ټولنې د ټاکنو ګټونکي اعلان شول

د اسټراليا نیو ساوت وېلز ایالت کې د افغانانو ټولنه له ۱۹۸۵ م کال را پدېخوا د ياد ايالت مرکز سیډني ښار کې فعالیت لري، دغه ټولنه په آسټرالیا کې د افغانانو د تر ټولو لوی جومات چارې هم پر غاړه لري.

afghan Community Elections
Source: SBS Pashto

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb, SBS Pashto

سرچینه: SBS


Skip to article content

د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو د ټولنې ټاکنې په هرو دریو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.  تېره ورځ ( اکټوبر ۱۸ نېټه) یو ځل بیا د دغې ټولنې د مشرتابه او غړو د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره شوې.

د ټاکنو پایلې ښايي چې د ټولنې مشرۍ لپاره د يادې ټولنې پخوانی مشر نادر اعظمي د ۱۱۰۴ رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو د ټولنې د مشر په توګه وټاکل شو. همدا راز تمیم انور یار د۹۸۳ رایو په ترلاسه کولو د دغې ټولنې د مرستیال په توګه ټاکل شوی.  

د روان کال په ټاکنو کې ۱۸ تنه افغانانو ځانونو نوماند کړي ول چې له ياد شمير کسانو څخه ۷ کسان د ټولنې پر مخ وړلو لپاره وټاکل شول.

afghan Community Elections
Source: SBS Pashto

د ټاکنو نوماندانو د رايو شمېر په لاندې ډول ده.

د ریاست څوکۍ لپاره نوماندان:

نادر اعظمي ۱۱۰۴

نصیبه اکرم ۵۸۹

سهراب صاحبزاده  ۴۰

 
د مرستیال څوکۍ لپاره نوماندان:

تمیم انوریار ۹۸۳

شبیر احمد کاکړ ۶۷۵

 

 د سکرتریت څوکۍ لپاره نوماندان:

منصور منصوري ۹۹۱

عبادالله عمید ۵۵۳

 

 د خزانه داری څوکۍ لپاره نوماندان:

حاجی شمس واسع ۹۹۶ 

محمد ناصر ذبیح   ۶۶۱

 

لاندې کسانو ځانونه د غړو په توګه نوماندان کړي‌ و:

فرید سلطاني ۸۲۹

 قاري محمد داوود ۶۵۷

ولید پوپلزی ۶۰۷

 احمد ماهر مومند ۵۰۳

محمد رفیع شینواری ۳۷۳

فواد نوابي ۵۳۶

قدسیه صدیقي ۵۱۳

ماریا عطايي ۵۲۸

 ببرک کارمند ۵۳۴

د نیو ساوت ویلز ایالت د افغانانو د ټولنې ټاکنې
Source: SBS Pashto

د افغانانو د همکارۍ ټولنې نوي غړي : محمد نادر اعظمي، تميم انوريار، منصور منصوري، شمس واسيح، فريد سلطاني، قاري داود، وليد پوپل. 

افغانان په آسټرالیا کې شاوخوا ۱۶۰ کاله اوږد تاریخ لري. په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت لخوا خپره شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۶ م کال کې د افغانانو شمېر په آسټرالیا کې شاوخوا ۷۰ زره کسانو ته رسېده چې له دغې ډلې څخه شاوخوا ۲۰ زره افغانانو په نیو ساوت وېلز ایالت کې استوګنه درلوده. 

 


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now