په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت وايي د زلزلې د قربانیانو د یاد او درناوي لپاره به ملي بیرغ نیم ځوړند وي

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۴۱۱ کسان مړه شوي او څه باندې ۳ زره کسان ټپیان شوي دي.

0a25ba3c-8b26-4ecd-9ffe-59d39abcb096.jpeg

Credit: Supplied

په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت وايي چې "د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا" د پرېکړې پر بنسټ به نن (د سپټمبر ۳مه) په کنبرا کې ملي بیرغ "نیم ځوړند"وي.

دغه پرېکړه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې "د قربانیانو د یاد او دوی ته د درناوي" په موخه نیول شوې ده.

په کنبرا کې د افغانستان سفارت پر خپله فېسبوک پاڼه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې خلک کولی شي "د اډګېرنې او خواخوږۍ پیغامونه" دوي ته ایمیل له لارې و استوي.

په اعلامیې کې راغلي: "د افغانستان سفارت په تېرو دوه ورځو کې د ټولو هغو کسانو څخه چې د دغه ملي ناورین له کبله یې په غمشریکۍ کې برخه اخیستې او په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ ؤ، د زړه له تله مننه کوي. "

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۴۱۱ کسان مړه شوي او څه باندې ۳ زره کسان ټپیان شوي دي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now