Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په رسمي ډول وتړل شو

د اسټرالیا په پلازمېنه کانبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت، چې د کابل له سقوط وروسته یې هم د څو کلونو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی و، په رسمي ډول وتړل شو.

Afghan embassy.png
Afghanistan embassy in Canberra. Credit: Mujeeb Muneeb

د روان کال په جنورۍ میاشت کې په کنبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت او د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت په ګډه اعلان کړی و چې سفارت به د جون له ۳۰مې وروسته خپل فعالیتونه ودروي. 

په اعلامیه کې ویل شوي وو چې د جون له ۳۰مې نېټې وروسته به د کوربه هېواد په توګه د اسټرالیا حکومت د سفارت د ودانۍ، شته ملکیتونو او ارشیفونو ساتنه کوي. خو د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت تر اوسه اس‌ بي‌ اس پښتو ته د سفارت تړل کېدل او د دغو ملکیتونو او ارشیفونو د سپارلو موضوع نه ده تایید کړې.

د اسټرالیا حکومت ویلي چې د طالبانو لخوا د "ټاکل شوي ډیپلومات، افتخاري قونسل یا بل استازی د منلو نیت نلري."

په اسټرالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پخواني سفیر، وحیدالله ویسي، د سفارت له تړل کېدو مخکې د افغان ټولنې یو شمېر غړو ته د وینا پر مهال له اسټرالیا څخه مننه کړې ده. 

هغه ویلي: "اسټرالیا په افغانستان کې د اسلامي جمهوریت د حکومت یو مهم ملاتړی و. دې هېواد افغانستان ته شاوخوا ۳۹ زره سرتېري، د ښځو او نارینه‌وو په ګډون، استولي وو او د خپل ماموریت پر مهال یې ۴۱ پوځیان له لاسه ورکړل." 

"افغانستان د اسټرالیا د پوځي او سیاسي حضور له تر ټولو اوږدو ماموریتونو څخه و."

ښاغلي ویسي زیاته کړه: "موږ له تېرو دوو کلونو راهیسې د اسټرالیا له حکومت سره په خبرو اترو بوخت وو. موږ مقاومت وکړ او نه مو غوښتل چې سفارت وتړل شي. که داسې نه وای، ښايي دا پرېکړه دوه کاله مخکې شوې وای." 

"کله چې زه په دې سفارت کې وم، زه یو کس وم، یو سفیر وم. خو کله چې سفارت د اسټرالیا د حکومت له خوا وتړل شي، زموږ هر یو سفیر دی."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د تېر کال د اګست په میاشت کې له اس بي اس پښتو پښتوسره په یوه مرکه کې ویلي و چې له اسټرالیا سره اړیکو ته اهمیت ورکوي او په اسټرالیا کې مېشتو افغانانو ته باید قونسلي خدمات په مسوولانه ډول وړاندې شي.

"د آسټرالیا له حکومت نه موږ دا غواړو چې په لومړي فاز کې د روابطو لپاره حد اقل لومړنۍ دروازه خلاصه کړي او قونسلي خدماتو ته په هغه هېواد کې اجازه ورکړي."

د طالبانو د ویاند له څرګندونو وروسته د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت یوه ویاند اس بي اس پښتو ته ویلي و چې استرالیا له پخوا دا دریځ لري چې حکومتونه نه، بلکې هېوادونه په رسمیت پېژني.

"اسټرالیا طالبان د افغانستان د مشروع واکمنو په توګه نه پېژني."

سره له دې چې یو شمېر سرچینو اس ‌بي ‌اس پښتو ته د افغانستان د سفارت تړل کېدل تایید کړي، خو د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د سفارت د تړل کېدو او د طالبانو د استازو د منلو په اړه د اس ‌بي ‌اس پښتو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.

د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now