په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت د نوي کال په مناسبت په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د نوي کال مباركي ویلې ده.
په کنبرا کې د افغانستان لوی سفارت لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې په افغانستان کې "دننه او بهر ټولو ګرانو هېوادوالو ته" په ځانکړې توګه "په آسټرالیا، نوي زیلنډ او فیجي کې مېشتو افغانانو ته" د نوي لمریز کال او نوروز د را رسېدلو مبارکي وایي.
په اعلامیې کې راغلي: "نوروز د افغانستان د تاریخ او کلتور یو له مهمو میراثونو څخه ګڼل کېږي. زموږ خلک له درې زره او پنځه سوه کلونو راهیسې دا ورځ لمانځي."
"دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو ډله دغه لرغونې ورځ له کلیزې څخه لرې کوي او خلک یې پرضد را پاروي."
" هیله ده چې د ۱۴۰۳ کال نوروز کې رڼا پر تیارو برلاسې شي، د طالبانو د جهالت دور به پای ته ورسېږي او په افغانستان کې به رښتینې سوله او ارامي راشي."

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

