د پنجشنبې شپه د شاوخوا سلو افغان کډوالو لپاره ځانګړې روژه ماتې جوړه شوې وه.
دغه ډله کډوال د ۲۰۲۱ کال په نیمایي کې د طالبانو لخوا د افغانستان نيولو وروسته اسټراليا ته راوستل شول.
د روژه ماتې پروګرام هوسټ انټرنشنل او نشنل زکات فاونډیشن آسټرالیا تنظيم کړی وه.
د هوسټ انټرنيشنل د نړیوالې ټولنې د ښکیلتیا مشرې نصیبه اکرم وویل، دا ډله خوشحاله ده چې په استرالیا کې د لومړۍ روژې په مناسبت د افغان ایستل شویو افغانانو سره د روژه ماتې ډوډۍ شریکوي.

HOST International's Iftar event was well attended. Source: Abdullah Alikhil
اغلې اکرم وویل، "موږ پوهیږو چې د نویو میشتو افغان کورنیو لپاره دا د سپیڅلې میاشت د لمانځلو لپاره اسانه نه چې لکه خپل هيواد ورته دلته هم له کورنيو او دوستانو سره دود سره سم دا مياشت ولمانځي، مونږ يوازې يو روژه ماتې جوړ کړ ترڅو کورنيو ته يوزای کيدو احساس ورکړو."
د نړیوال بانک لخوا د "اقتصادي ثبات او بیا رغونې په لور" په وروستي خپاره شوي راپور کې ويل شوي، په افغانستان کې د سړي سر عاید د ۲۰۲۱ په وروستیو کې یو پر دریمه برخه راټیټ شوی، چې په اغیزمنه توګه د هیواد ټول اقتصادي پرمختګونه له مینځه وړي.
راپور خبرداری ورکړی او په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت، بهرنیو شتمنیو ته د لاسرسي له لاسه ورکول او په هیواد کې د بشپړ "اقتصادي سقوط" د پانګوالو د باور له لاسه ورکولو ته هم اشاره کړې.
په داسې حال کې چې د جوړې شوې غونډې څخه مننه وشوه، ډیری برخه والو په افغانستان کې د پاتې کورنیو په اړه خپلې اندیښنې او په نوي هیواد کې د میشته کیدو په وړاندې د ننګونو په اړه خبرې هم وکړې.
عبدالکریم* وویل چې هغه د سپټمبر په میاشت کې استرالیا ته راوستل شوی.
"دا په استرالیا کې زموږ لومړی روژه ده، او بیرته په افغانستان کې، موږ ټولنیز ژوند درلود؛ موږ ته نږدې کورنۍ وه، پلار، مور، ورونه، خویندې او نور، خو دلته هیڅوک نشته."
"موږ د روژې په میاشت کې دودیز خواړه جوړول بیا د کورنۍ ټولو غړو سره مو په ګډه خوړل، موږ ته په ګډه تللو، مګر دلته موږ دا ټول نه لرو."
هغه وویل چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت "ښه نه دی" او نورو افغانانو ترڅنګ کورنۍ یې هم ځوریږي.
"امنیتي وضعیت خراب دی او پخواني دولتي کارکوونکي تر ټولو زیات ځورېږي."
کاش چې نن شپه مې دلته خوندور خواړه په افغانستان کې زما د کورنۍ او ټولو افغانانو په دسترخوان باندی هم ول.
"زه داسې نه احساسوم چې دا به زموږ لپاره د خوښۍ اختر وي ځکه چې موږ دلته کورنۍ او ټولنیز ژوند نه لرو."
فرحه* وايي، درې میاشتې وړاندې د یونان له لارې استرالیا ته راغلې او دواړه فرحه او خاوند یې په افغانستان کې قاضیان وو.
هغې وویل: "د لومړي ځل لپاره، موږ د مهاجرینو په توګه روژه د ټولو ناڅرګندو شرایطو سره لمانځو، او ما به هیڅکله فکر نه کاوه چې زه به دې حالت سره مخ شم."

HOST International volunteers serve up the Iftar meal. Source: Abdullah Alikhil
"موږ اوس په یوه هوټل کې اوسیږو او په افغانستان کې د هغو کورنیو په اړه اندیښنه لرو چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي. موږ تل د دې په اړه فکر کوو.
"په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ په خرابیدو او کړکیچ ته روان دی او اوس چې موږ له افغانستانه تښتیدلي یو او په استرالیا کې اوسیږو، موږ په امن ځای کې يو ولې خپلو افغانانو لپاره انديښمن یو."

Children enjoy the mass Iftar event in Sydney. Source: Abdullah Alikhil
فرح وویل، د خپلې مور په اړه چې د افغانستان په یوه پوهنتون کې استاده وه، اندېښمنه ده او هم په استرالیا کې د لومړۍ روژې او اختر د لمانځلو په اړه ګډ احساسات لري.
موږ اوس هم هڅه کوو چې بسیا شو ځکه چې موږ هرڅه شاته پریښودل، کور، مسلک ... هرڅه، او موږ له صفر څخه پیل کوو.
"زه په آسټرالیا کې د خپل راتلونکي وړاندوینه نشم کولی، ځکه چې زه دوه ماسټريانې لرم او خپله پی ایچ ډي مې ترلاسه کوم، زه قاضي وم او ښه دنده مې درلوده، مګر که ما ته وویل شي چې هرڅه له صفر څخه پیل کړم، تاسو به پوه شئ چې زما وضعیت څومره ستونزمن دی."
د روان کال د مارچ په ۲۹، حکومت ژمنه وکړه چې د بشري مرستو د پروګرام له مخې افغان اتباعو لپاره ۱۶۵۰۰ اضافي ځایونه ورکوي.
دا د افغان اتباعو لپاره راتلونکو څلورو کلونو لپاره ټوله کې ۳۱۵۰۰ ويزې جوړوي.
رپوټ کې وروستی نومونه په غوښتنه لرې شوي.