افغان دولت طالبانو ته قدرت کې شراکت وړانديز وکړ

رپوټونه وايي، طالبانو ته د جګړې بندولو په موخه افغان دولت د واک شريکولو وړانديز وکړ.

SBS Pashto

SBS Pashto Source: SBS Pashto

الجزيرې شبکې خبر له مخه  د افغانستان دولتي منابعو له خولې ويل شوي چې طالبانو ته افغان دولت په واک کې شريک کيدو وړانديز کړی.

دا مهال د قطر په پلازمينه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمينځ جدي خبرې جريان لري او نن د يادې ناستې وروستی ورځ ده.

طالبانو په تيره يوه اونۍ کې د ۱۰ ولايتونو مرکزونه ونيول او د ځينو شنونکو په وينا کيدای شي لنډه موده کې ځيني نور ولايتونه هم تر خپل ولکي لاندې راولي. 

د الجزيرې خبر له مخه افغان دولت طالبانو ته د جګړې درولو سره په قدرت کې شريک کيدو وړانديز کړی کوم ته چې تر اوسه طالبانو کوم غبرګون ندی ښودلی.

د رپوټونو له مخه څو شيبې وړاندې د غزنې ښار د طالبانو لاسته غورځيدو سره د ياد ولايت والي موټرو کاروان سره له ياد ولايت څخه تښتيدلی.

بله خوا بيا د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د غزني والي يې په وردک ولايت کې نيولی.

نور جزيات وروسته..


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now