د آسټرالیايي ځواکونو یو شمېر پخواني ژباړونکي له دغه هېواد څخه غواړي ترڅو ژر تر ژره یې له افغانستان څخه وباسي

د آسټراليايي ځواکونو یو شمېر پخوانیو ژباړونکو په یوه نامعلومه ځای کې یو ځل بیا اعتراض کړی او د آسټرالیا له حکومت څخه یې غوښتنه کړې ترڅو ژر تر ژره یې په اړه خپل تصمیم ونیسي‌ او له افغانستان څخه یې بهر وباسي.

Afghan interpreters protest

Source: supplied - Pashto

 د آسټرالیا حکومت وايي، په تېرو څو میاشتو کې یې سلګونه داسې کسانو ته وېزې ورکړي چې له دغه هېواد سره یې په افغانستان کې مرسته کړې وه، مګر تر اوسه هم په افغانستان کې داسې ترجمانان پاتې دي چې له آسټرالیايي‌ ځواکونو سره یې په دغه هېواد کې کار کړی دی.

په افغانستان کې د آسټرالیايي‌ ځواکونو یو شمېر پخواني ژباړونکي وايي چې تر اوسه هم نږدې ۳۰ ترجمانان او د هغو‌ د کورنۍ غړي په افغانستان کې پاتې دي او د خوندیتوب احساس نکوي.

تېره ورځ یو شمېر دغو ترجمانان په یوه نا معلومه ځای کې یو ځل بیا په اعتراض لاس پورې کړی وه او د آسترالیا له حکومت څخه یې غوښتنه درلوده ترڅو دوي ته هم ویزې ورکړل شي.
یو تن لاریون کوونکی چې د امنیتي‌ ستونزو له امله یې هویت نشو افشا کولی اس بی اس پښتو راډیو ته ویلي چې په ډېرو سختو حالاتو کې یې له آسټرالیایي ځواکونو سره په افغانستان کې مرسته کړې او اوسمهال آسټرالیایانو ته پکار ده ترڅو پدې سختو حالاتو کې له ترجمانانو سره مرسته وکړي.

 

"دلیل دا وه چې مونږ له هغې جملې ترجمانانو څخه یو چې په افغانستان کې مو په ډیرو بدو حالاتو کی له آسټرالیایي ځواکونو سره کار وکړ، اما متاسفانه چې د آسترالیا دولت مونږ ته شا کړه او مونږ یی په بد وضیعت کې پریښودولو"

"مونږ له ډېرې وېرې څخه کله په یو موقعیت کې، کله په بل موقعیت کې،  کله د یو خپلوان په کور کې او کله د بل خپلوان په کورکې ژوند تېره و. د دې لپاره چې  خدای نا خواسته مونږ پیدا نکړي او ومو نه وژني او له ډاره مو خپل اصلي کورونه پریښې دي."

"غوښتنه مو د آسټرالیا له حکومت څخه داده چې څومره ژر امکان ولري،  د مونږ په باره کې دې تصمیم ونیسي ځکه چې حالات ښه ندي. لکه څنګه چې مونږ آسټرالیایي ځواکونو سره په ډېر بد حالت کې مرسته کړې وه نو مونږ هم له دوي نه همدا تقاضا لرو چې په همدې بدو حالاتو کې مونږ سره مرسته وکړي."
Afghan interpreters protest
د آسټرالیایي ځواکونو یو شمېر هغه ژباړونکي چې تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي. Source: Supplied - Pashto
د آسټرالیا حکومت یو شمېر هغو کسانو ته چې د افغان لي په پروګرام کې مستحق ندي پېژندل شوي، د بشردوستانه پروګرام له لارې لنډمهاله ویزې ورکړي، مګر دغه ترجمانان غواړي ترڅو د آسټرالیا حکومت د محلي کارکوونکو پروګرام له لارې ویزې ترلاسه کړي او ژر تر ژره یې په اړه تصمیم ونیسي.


شریکول

خپور شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د آسټرالیايي ځواکونو یو شمېر پخواني ژباړونکي له دغه هېواد څخه غواړي ترڅو ژر تر ژره یې له افغانستان څخه وباسي | SBS Pashto