افغانستان له ايرلند سره لوبو لړۍ کې داسې ريکارډونه جوړ کړل کوم چې د شل اوريزو لوبو تاريخ کې بې ساري ول او هم راشد خان وشو کولی چې له ايرليند سره وروستی لوبه کې ډبل هيټرک وکړي يعنې څلورو توپو باندې يې پرلپسې څلور لوبغاړي وسوځول.
ډبل هيټرک هغه مهال کيږي کله چې يو توب اچوونکی پر څلورو توبونو څلور لوبغاړي پرلپسې وسوځوي.
ايرليند خلاف دويمه لوبه کې افغانستان د شل اوريزو لوبو تاريخ کې تر ټولو ډيرې منډې جوړې کړې.
افغانستان دا مهال شل اوريزو لوبو کې د نورو لوبډلو مينځ کې له ۲۷۸ منډو جوړلو سره لومړۍ ځای لري.
اسټراليا بيا له ۲۶۳ منډو سره دويم او هند له ۲۶۰ منډو سره دريم ځای لري.
د افغانستان او ايرليند لوبو لړۍ کې افغانستان وشو کولی چې دويمه لوبه کې يو نه بلکې څو ريکارډونه جوړ کړي.
افغانستان په شل اوريزو لوبو کې تر ټولو ډيرې ۲۷۸ منډې وکړې.
لومړي ځل لپاره دوه افغان توپ وهونکو په شل اوريزې لوبې کې په ګډه ۲۳۶ منډې وکړې.
حضرت ځاځی لومړنۍ لوبغاړۍ شو چې شل اوريزې لوبې کې ۱۶ شپږيزې ووهي او دويم توپ وهونکی شو چې شل اوريزې لوبې کې ۱۶۲ منډې جوړې کړي.
حضرت ځاځی دريم توپ وهونکی شو چې ۴۲ توپو باندې سل منډې کوي.
د افغانستان دريمه لوبه کې بيا راشد خان پر څلورو توپونو څلور لوبغاړي پرلپسې وسوځل.
Kevin O'Brien ☝️
George Dockrell ☝️
Shane Getkate ☝️
Simi Singh ☝️@rashidkhan_19 became the first player to take four in four balls in a T20 International! Is there anything he can't do?! #AFGvIRE pic.twitter.com/mcedaQxoOg
راشد خان شل اوريزو لوبو کې لومړنۍ لوبغاړی شو چې څلورو توپو باندې پرلپسې څلور لوبغاړي سوځوي.
افغان کريکټ لوبغاړي پدې وروستيو کې د سپورټ په ډګر کې د نړيوالو خبرونو سر ټکي جوړوي.
افغان لوبډله به نوو لوبغاړو سره او سترو لاسته راوړنو وروسته روان کال می مياشت کې د کريکټ نړيوال جام کې لوبيږي.
روان کال ۵۰ اوريز نړيوال جام به انګلستان او والس کې له ۳۰ مې مياشت څخه تر ۱۴ جولای مياشت پورې ترسره شي.

